د ادلب ازادول د سوریې دحکومت لومړیتوب دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i79008-د_ادلب_ازادول_د_سوریې_دحکومت_لومړیتوب_دی
ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې دبهرنیو چارو وزیر «ولید المعلم» بیګا ټینګار وکړ د دمشق لومړیتوب د ترهګرو له نیواک څخه په شمال لویدیځ کښې د ادلب ولایت ازادول دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 18, 2018 02:55 Asia/Kabul
  • دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او ترهګرې ډلې تراوسه دغه موافقې ته پاې بندې نه دي .
    دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او ترهګرې ډلې تراوسه دغه موافقې ته پاې بندې نه دي .

ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې دبهرنیو چارو وزیر «ولید المعلم» بیګا ټینګار وکړ د دمشق لومړیتوب د ترهګرو له نیواک څخه په شمال لویدیځ کښې د ادلب ولایت ازادول دی .

هغه په دې خبرې سره چې د سوریې حکومت دترهګرو ډلو له وجود څخه دادلب ولایت د ازادولو لپاره سیاسی خبرو ته ترجیح ورکوی وویل دمشق د هیواد دټولو سیمو ازادولو ته هوډمن دی .

د سوریې خارجه وزیر ولید المعلم د ادلب په اړه د سوچی  موافقې ته په اشارې  سره وویل دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او ترهګرې ډلې تراوسه دغه موافقې ته پاې بندې نه دی .

دغه راز دسوریې خارجه وزارت یوځل بیا د ملګروملتونو عمومی منشی او د امنیت شورا مشر ته په جلا جلا لیکونو کښې په «دیرالزور »ولایت کښې دامریکا په مشرۍ  دنړیوال ائتلاف جنګی جنایتونه وغندل .

د ملګروملتونو سرمنشی او د امنیت شورا مشر ته د سوریې دبهرنیو چارو دوزارت دغه لیکونه په داسې حال کښې دی چې بیګا دامریکا جنګی الوتکو په دیرالزور سیمې بمباریو سره دوه(۲)ملګی وګړی ووژل .

وړمه ورځ هم د دیرالزور ولایت دهجین ښار په جنوب ختیځ کښې په«البوخاطر» کلی دامریکا دائتلاف په حملو کښې اولس(۱۷) ملګی وګړی وژل او ژوبل شوی وو .