په لویدیځه غاړه کښې یو فلسطینی شهید شو
Dec 21, 2018 04:08 Asia/Kabul
د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې یو فلسطینی ځوان د صهیونیسټي پوځیانو په حمله کښې شهید شو.
د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې یو فلسطینی ځوان د صهیونیسټي پوځیانو په حمله کښې شهید شو.
پرون مازیګر د اردن سیند د لویدیځې غاړې په رام ا... سیمې باندې د صهیونیسټ رژيم د پوځیانو په حمله کښې یو فلسطیني ځوان شهید شوی او یو بل کس ژوبل شو.
د دې حملې د جزئیاتو په هکله تراوسه کوم کره رپورټ نه دی ترلاسه شوی.
په عین حال کښې په پي، ایل، او پورې پیلي د څیړنو او مستندسازۍ مرکز وویل چې د سږ کال له پیل راهیسې ۵۴ فلسطیني ماشومان د صهیونیسټو پوځیانو د ډزو له امله شهیدان شوي دي.
ټیګونه