په سورې کښې د امریکا او اسرائیلو وسلې کشف شوې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i79161-په_سورې_کښې_د_امریکا_او_اسرائیلو_وسلې_کشف_شوې
تسنیم خبری اژانس راپور ورکړ دسوریې سرچینو ددغه هیواد په جنوب کښې د قنیطره د شمال په خوا کښې د «جباثا الخشب» ښارګی په لویدیځ کښې دامریکا او دصهیونیسټ رژیم د ګڼ شمیر وسلو او مهماتو دکشفیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 24, 2018 02:28 Asia/Kabul
  • د سوریې عسکرو دامریکا او داسرائیلو دغه جوړې وسلې په هغو پټنځایونو کښې چې ترهګرو کیندلي وو کشف او ضبط کړې .
    د سوریې عسکرو دامریکا او داسرائیلو دغه جوړې وسلې په هغو پټنځایونو کښې چې ترهګرو کیندلي وو کشف او ضبط کړې .

تسنیم خبری اژانس راپور ورکړ دسوریې سرچینو ددغه هیواد په جنوب کښې د قنیطره د شمال په خوا کښې د «جباثا الخشب» ښارګی په لویدیځ کښې دامریکا او دصهیونیسټ رژیم د ګڼ شمیر وسلو او مهماتو دکشفیدا خبر ورکړ .

د سوریې عسکرو دامریکا او داسرائیلو دغه جوړې وسلې په هغو پټنځایونو کښې چې ترهګرو کیندلی وو کشف او ضبط کړې .

په دغو وسلو او مهماتو کښې دامریکا او داسرائیلو جوړ د ټانکونو ضد توغندی ، د هوان ګولې ، یوشمیر  ټوپکې ، ګڼ شمیر ماسکونه ، ځمکنی ماینونه ، د سپوږمکیزې دسنګاوې  یعنی ډیش سایټونه او ګڼ شمیر نور مهمات شامل دی .

په دغو عملیاتو  کښې یو زغرګاډی ، ګڼ شمیر درمل او د لویدیځو هیوادونو او د اسرائیلو د تجهیزاتو په شمول د جراحۍ لپاره طبی تجهیزات او دسعودی عربستان ګڼ شمیر دکرهنې درمل کشف شول .

دسوریې عسکرو تراوسه په ځلونو د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې د امریکا په شمول د لویدیځو هیوادونو او د اسرائیلو د جوړووسلو او تجهیزاتو ډیر مرکزونه او ګودامونه کشف کړی دی