له سوريې څخه د امريکائي ځواکونو د وتلو د مهلت تمديد
په 2011 ميلادي کال کښې د سوريې د بحران په شروع کېدو سره امريکې د لويديځ سرغنه په توګه د خپلو اروپائي او عربو انډيوالو په ملتيا سره د سوريې د قانوني حکومت په نسکورولو سره د مقاومت د محور د ماتولو لپاره له ترهه ګرو ډلو سره په هر اړخيزو مرستو کولو باندې خپل ټول کوششونه متمرکز کړل.
هغوي په خپل خيال غوښتل چې په سيمه کښې خپلې غوښتنې يعنې د سوريې د حکومت نسکورولو او د مقاومت د محور دړې وړې کولو ته ورسيږي، خو له پوره ناکامۍ سره مخامخ شول. په حقيقت کښې امريکه د سوريې په اړه په تېره بيا د يو لويديځ پاله حکومت په اقتدار کښې راوستلو په باره کښې خپلې نقشې او پلانونه شنډ ويني.
امريکه اوس د سوريې په بدلونونو او د ترهه ګرو ډلو په ګټه د اقتدار د موازنې په بدلولو باندې په ډېره لږه اندازه تاثير لري.
په عېن حال کښې په سوريې کښې د امريکې د ځواکونو د مديريت کولو او ساتلو ډېر لګښتونه او له ټولو زيات مهم د امريکې د سيمه ايزو ژمنو د کمولو او سيمه ايزو انډيوالانو ته د هغو د سپارلو لپاره د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پاليسي د دې سبب شوه چې ټرمپ د تېر دسمبر په نولسمه نېته په يوې ناڅاپه فېصله کښې اعلان وکړي چې له سوريې څخه امريکائي ځواکونه وباسي.
له سوريې څخه د امريکائي ځواکونو د وېستلو لپاره د ټرمپ د ټينګار باوجود اوس هغه په دې زمينه کښې بيا نظر کولو ته مجبور شوے دے. په دې لړ کښې د امريکې حکومتي چارواکو اعلان وکړ چې ټرمپ له سوريې څخه د امريکائي فوځيانو د وتلو لپاره د څلورو مياشتو د فرصت له ورکولو سره موافقت وکړ. دا په داسې حال کښې دي چې ټرمپ په خپل وړومبني فرمان کښې د امريکې د فوځ له قوماندانو غوښتي وو چې په فوري توګه او په دېرشو ورځو کښې دننه دننه دې له سوريې څخه ټول فوځيان وباسي.
دغه مسئله ښودنه کوي چې ټرمپ په سوريې کښې د پرتو امريکائي ځواکونو، د هغوي د انډيوالو ځواکونو يعنې د سوريې د کُردو او ډېموکرېټکو ځواکونو له حالت څخه د ميداني حقائقو په اړه صحيح فهم او پوهه نه لري.
---------