312 فلسطينيان د صهيونېسټانو په لاسو شهيدان شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i79403-312_فلسطينيان_د_صهيونېسټانو_په_لاسو_شهيدان_شول
يوې فلسطيني ادارې چې په تېره ۲۰۱۸ کال کښې يې د صهيونېسټ رژيم جنايتونه ثبت کړي دي وويل، صهيونېسټو فوځيانو په تېر ميلادي کال کښې ۳۱۲ فلسطينيان شهيدان کړي او تقريباً يو دېرش زره او پينځه سوه نور يې هم ژوبل کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 03, 2019 03:04 Asia/Kabul
  •   312 فلسطينيان د صهيونېسټانو په لاسو شهيدان شول

يوې فلسطيني ادارې چې په تېره ۲۰۱۸ کال کښې يې د صهيونېسټ رژيم جنايتونه ثبت کړي دي وويل، صهيونېسټو فوځيانو په تېر ميلادي کال کښې ۳۱۲ فلسطينيان شهيدان کړي او تقريباً يو دېرش زره او پينځه سوه نور يې هم ژوبل کړي دي.

د فلسطين د ازادي بخښونکي تنظيم سره وابسته عبدا... الحوراني نومې تحقيقاتي مرکز پرون په ۲۰۱۸ کال کښې د صهيونېسټ رژيم د جنايتونو په بيانولو سره وويل، په دغو فلسطيني شهيدانو کشې اوۀ پنځوس ماشومان او درې ښځې هم شاملې دي چې له دغو څخه د ۲۶۲ شهيدان تعلق له غزې تړانګې سره دے او پنځوس هم د اردن د سيند په لويديځه غاړه کښې شهيدان شول.

د دغه رپوټ له مخې په تېر ميلادي کال کښې د صهيونېسټانو لخوا د جنګ اور غرغنډه کول کېدو د ۲۰۱۷ ميلادي کال په نسبت دوه سوه فيصده زيات شوي دي. رپوټ زياته کړه، صهيونېسټان تر اوسه پورې دې ته حاضر نه شول چې د مقاومت د ۳۸ فلسطيني شهيدانو جنازې د هغوي کورنيو ته وسپاري.