د یمن له ملته ملاتړ د ایران یو سیاست دی
ایران په نړیوالو اورګانونو کې داسې موضوعګانې مطرح کوی،چې یو هیواد ئې هم دمطرح کولو جراءت نه لری،ځکه چې اسلامی ایران د امریکا اواروپائی هیوادونو دبشری حقوقو خلاف ورزۍ مطرح او راپور کوی ئې .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران دقضایه قوې دبشری حقوقو دکمیشن منشی محمد جواد لاریجانی دیمن له ولس سره داسلامی ایران مرستو ته په اشارې سره روښانه کړې دیمن د ولس مقاومت څه کم شی نه دی،او اسلامی ایران په نړیوال ډګر او سیاسی خبرواترو کې دیمن دملت لپاره ډیر ښه اوغوره اقدامات کړی دی .
دایران دقضایه قوې دبشری حقوقو دکمیشن منشی زیاته کړې ،ایران دیمن خلک هیڅکله هم هیر کړی نه دی او اوس دیمن ملت پیاوړی شوی او دا موضوع د ایران داسلامی جمهوریت لپاره ستره بریا ده .
محمدجواد لاریجانی همداراز ددې خبرې په کولو سره چې د لویدیځوالو لپاره دبیان آزادی مهمه نه ده،دغه آزادی دایران داسلامی انقلاب لپاره یوه ستره بریا وبلله او وې وئیل ، ایران په نړیوالو اورګانونو کې داسې موضوعګانې مطرح کوی،چې یو هیواد ئې هم دمطرح کولو جراءت نه لری،ځکه چې اسلامی ایران د امریکا اواروپائی هیوادونو دبشری حقوقو خلاف ورزۍ مطرح او راپور کوی ئې .