د عراق امنیت د ایران او سیمې امنیت دی
په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال د تهران او بغداد اړیکې سټراټیجکې او پایدارې وبللې او ویې ویل: تهران د عراق امنیت د ایران او سیمې امنیت ګڼي.
د مهر خبري آژانس د خبر له مخې حسین امیر عبداللهیان په بغداد کښې د عراب د ملي حکمت بهیر له مشر سید عمار حکیم سره په کتنه کښې زیاته کړه: له نیکه مرغه عراق له داعش وروسته د پرمختګ او پراختیا په لاره روان دی او تهران تل له باثباته، امن او خپلواک عراق څخه ملاتړ کوي.
امیرعبداللهیان د لویدیځې آسیا ننی ستونزه د پردیو د لاسوهنو او د رغنده سیمه ایزو خبرواترو د نشتوالي په وجه وبلله.
په دغه کتنه کښې د عراق د ملي حکمت بهیر مشر سید عمار حکیم هم د تهران او بغداد په اړیکو کښې د ګډوډي لپاره د امریکې په هلوځلو باندې په نیوکې سره له عراقه په ملاتړ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د رغنده رول قدرونه وکړه.
حکیم پ دې خبرې سره چې په عراق کښې سیاسي پایداره هله رامینځته کیدی شي چې ډلې او ګوندونه په خپلو کښې نزدې شي، څرګنده کړه: له نیکه مرغه اوس په عراق کښې ټول لوري د وحدت او یوزړه توب د پياوړتیا په لټه کښې دي.