دیمن خلک له پوځی اډې سره مخالف دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i80258-دیمن_خلک_له_پوځی_اډې_سره_مخالف_دی
ایرنا خبری اژانس وایی دیمن په ختیځ کښې د المهره (Al Mahrah,)ولایت دمرکز د حوف ولسوالۍ خلکو پرون د متحده عربی اماراتو او د سعودی عربستان د پوځی اډې له جوړولو سره مخالفت وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 11, 2019 01:54 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو دیمن په المهره ولایت کښې د ځینو عناصرو په وسلو د سمبالولو اقدام کړی .
    سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو دیمن په المهره ولایت کښې د ځینو عناصرو په وسلو د سمبالولو اقدام کړی .

ایرنا خبری اژانس وایی دیمن په ختیځ کښې د المهره (Al Mahrah,)ولایت دمرکز د حوف ولسوالۍ خلکو پرون د متحده عربی اماراتو او د سعودی عربستان د پوځی اډې له جوړولو سره مخالفت وکړ .

هغوې وویل یوازې د ځایی امنیتی ځواکونو لخوا د پوځی اډو له جوړولو سره موافق دی .

سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو دیمن په المهره ولایت کښې د ځینو عناصرو په وسلو د سمبالولو اقدام کړی .

متحده عربی اماراتو چې دغه ولایت دخپل هیواد یوه(۱) برخه معرفی کوی ددغه سیمې ځینو قبائیلو ته د متحده عربی اماراتو تابعیت (Citizenship) ورکړی دی .

دیمن المهره ولایت د تیر میلادی کال له اپریل میاشتې راهسې د سعودی عربستان او دمتحده عربی اماراتو د پوځیانو پرضد د مظاهرو کتونکی  دی .

د المهره ولایت خلکو مخکې هم د تیلو د انتقال د نل لیکې په جوړولو کښې د سعودی عربستان په اقدام اعتراض کښې مظاهرې کړی وې .