دملګروملتو مرموزی چپتیاپه یمن باندې تیریګرلاسپین سترګی کوی
په سویډکې د یمن والو ډلو ترمینځ د سولې د خبرواترو په اساس دیمن په الحدیده ښار کې د دسمبر له اتلسمې نیټې د اوور بند پیل شوی،خو سعودی ائیتلاف ئې هره ورځ خلاف ورزی کوی .
دیمن سبا رسمی خبری آژانس راپورورکړ د یمن د مرکچی ټیم مشر محمد عبدالسلام پرون دعمان په پلازمینې مسقط کې له انګریز خارجه وزیر جرمی هانټ سره په کتنې کې وئیلی دی ،په صنعا کې سیاسی مشران دالحدیده په باب او د درستو موافقو په اړه دسویډ دسولې دموافقې پر بشپړ اجرا ټینګار کوی او ددغو موافقو د بدلولو لپاره هر ډول هڅه او د نوی شرط ز یاتول هیحکله هم نه ممنی .
د یمن دغه لوړپوړی چارواکی د سعودی تیریګر و دګستاخۍ په وړاندې د ملګروملتوپه چپتیا په حیرانتیا ښودلو سره وئیلی دی ، دسعودی ائیتلاف ځینی غړی لوری هڅه کوی دنوو شرطونو اوموضوعګانو په واردولو سره د سویډ د موافقې له اجرا ډډه وکړی .
په سویډکې د یمن والو ډلو ترمینځ د سولې د خبرواترو په اساس دیمن په الحدیده ښار کې د دسمبر له اتلسمې نیټې د اوور بند پیل شوی ، خو سعودی ائیتلاف ئې هره ورځ خلاف ورزی کوی .