د ایران،سورئې او عراق خپل مینځنۍاړیکې ډیرې پیاوړی دی
د سورئې ولسمشر بشار اسد دایران او عراق د پوځونو له قوماندانانوسره په کتنې کې زیاته کړې دمشق له ایران او عراق سره د ښو اړیکو په درلودلو ویاړی .
ایرنا خبری اژانس راپورورکړ د سورئې ولسمشر بشار اسد بیګا په دمشق کې دایران او عراق له لوړروتبه پوځی پلاؤ سره په کتنې کې ټینګار کړی ، دایران ،سورئې اوعراق وسلوال پوځونو له ترهه ګرۍ سره په مقابلې اود جنګ په پړاؤ کې له خپلې خوا قربانی اوسرښیندنه نندارې ته وړاندې کړې ده .
دسورئې ولسمشر زیاته کړې دمشق له ایران اوعراق سره دښو اړیکو په درلودلو ویاړی .
دایران د اسلامی جمهوریت دپوځ لوی درسیتز سردار باقری هم په دغې کتنې کې ترهه ګری د درستې سیمې لپاره ستره خطره وبلله او روښانه ئې کړې ده،له ترهه ګرو سره مبارزه او دسورئې دفاع ،دایران اوعراق دفاع ده .
دعراق دپوځ لوی درسیتز جنرال عثمان الغانمی هم په دې کتنې کې وئیلی و دعراق وسلوالو ځواکونه له سورئې سره په پوله ایزو سیمو کې د سورئې دپوځ په غږملتیا سره له ترهه ګرۍ سره خپلې مبارزې ته دوام ورکوی .