له ترهه ګرۍسره مبارزه به دترهه ګروتربشبړماتې پورې دوام وکړی
د ایران ، سورئې اوعراق د پوځونو دلوی درستیزوالانو درې اړخیزه ناسته په منظم ډول له ترهه ګرو سره دمقابلې د لارو چارو د ارزونې په خاطر په پړاویز ډول ترسره کیږی .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ لوی درستیز سردار جنرال محمد باقری په دمشق کې د ایران ، سورئې اوعراق د درې اړخیزې ناستې په پای کې په خبری کنفرانس کې ووئیل ، هغې لارې ته به چې اسلامی ایران ،سورئې اوعراق له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې یوه بل ته په لاسونو ورکولو سره کچ کړې ده ، هماغه راز دوام ورکړی .
سردار باقری ټینګار کړی ،نن سبا نړیوال استکبار د خپلو تالی څټو اوګوډاګیانو په وسیله دسیمې دامنیت د خرابولو او داسرائیلو دنیواکګرۍ تیریو او ظلم د ټینګولو لپاره لاس په کار شوی او دښمنان په چورلټ ډول ګروهنه لری چې د عراق او اسلامی ایران پر ولسی حاکمیّت له صهونیسټانو سره دغږملتیا په خاطر نور دباؤنه زیات کړی.
سردار باقری وئیلی دی ، ددغې مرحلې موخه دسورئې دمځکنۍ بشپړتیا او ملی حاکمیّت تثبیتول او دهغو درستو ځواکونو ویستل دی ، چې د سورئې د ملی نظام او حکومت له اجازت پرته په دغه هیواد کې شتون لری .
د سورئې دپوځ لوی درستیز جنرال علی عبدا... ایوب هم په دغه ګډ خبری کنفرانس کې ددې خبرې په کولو سره چې په سورئې کې د امریکائی عسکرو پشمول دنورو بهرنیو نیواکګرو شتون غیر قانونی دی اوباید له دغه هیواده ووځی ،ووئیل ، هیڅوک د سورئې حکومت د سوریاوالو دغوښتنو په اساس دخپلو ټاکنو له اجراکولو نشی منع کولی . هغه دې ته په اشارې سره چې دسورئې پوځ له داعش اونورو تفکیری ترهه ګرو سره په مستقیم ډول مقابله کوی وزیاته کړې ، په میدانی بریاؤ کې د متحدانو او دوستانو رول ډیر مهم ؤ .
د ایران ، سورئې اوعراق د پوځونو دلوی درستیزوالانو درې اړخیزه ناسته په منظم ډول له ترهه ګرو سره دمقابلې د لارو چارو د ارزونې په خاطر په پړاویز ډول ترسره کیږی .