امریکا د نړیوال ثبات او سولې لپاره ګواښ ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i81061-امریکا_د_نړیوال_ثبات_او_سولې_لپاره_ګواښ_ده
ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې خارجه وزارت د نیواکی جولان لوړو په هکله د امریکا د ولسمشر ټرمپ د څرګندولو په غندلو سره وویل امریکا په خپلو سلطه غواړو او له بدمعاشۍ ډکو سیاستونو سره د نړیوالې سولې او د ثبات لپاره د ګواښ او دتاوتریخوالی د رامینځته کولو اصلی عامله ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 22, 2019 10:09 Asia/Kabul
  • د سوریې خلک په رښتیوني ارادې سره هڅه کوي د سوریې د خاورې دغه سیمه د اسرائیلو رژیم له نیواک څخه ازاده کړي .
    د سوریې خلک په رښتیوني ارادې سره هڅه کوي د سوریې د خاورې دغه سیمه د اسرائیلو رژیم له نیواک څخه ازاده کړي .

ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې خارجه وزارت د نیواکی جولان لوړو په هکله د امریکا د ولسمشر ټرمپ د څرګندولو په غندلو سره وویل امریکا په خپلو سلطه غواړو او له بدمعاشۍ ډکو سیاستونو سره د نړیوالې سولې او د ثبات لپاره د ګواښ او دتاوتریخوالی د رامینځته کولو اصلی عامله ده .

د سوریې دبهرنیو چارو وزارت نن وویل د امریکا د ولسمشر ټرمپ څرګندونې یوځل بیا له نیواکګر صهیونیسټ رژیمه  دامریکا په پټو سترګو په  پلویتوب ټینګار لری .

دسوریې خارجه وزارت دې ته په اشارې سره چې دامریکا د ولسمشر ټرمپ فیصله د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۴۹۷ پر یکړه لیک خلاف ورزۍ ده وویل امریکا نړیوال رواوالی مسخره کړی دی او د ملګروملتونو دپریکړه لیکونو خلاف ورزۍ کوی .

دسوریې دبهرنیو چارو وزارت په دې خبرې سره چې جولان یوه(۱) عربی سیمه ده او له سوریې سره یې  اړه لرلی ده او وبه یې لری ټینګار وکړ د سوریې خلک په رښتیونی ارادې سره هڅه کوی د سوریې د خاورې دغه سیمه د اسرائیلو رژیم له نیواک څخه ازاده کړی .