امریکاله سورئې وروسته پرترکیې اوورپسې په اردن هم ګوزارکول غوښتل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i81068-امریکاله_سورئې_وروسته_پرترکیې_اوورپسې_په_اردن_هم_ګوزارکول_غوښتل
په سیمې کې د امریکائی صهونیسټی دسیسو په ناکامولوکې د مقاومت چورلیز وحشی رژیم ته درنده څپیړه ورکړې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 23, 2019 00:34 Asia/Kabul
  • امریکاله سورئې وروسته پرترکیې اوورپسې په اردن هم ګوزارکول غوښتل

په سیمې کې د امریکائی صهونیسټی دسیسو په ناکامولوکې د مقاومت چورلیز وحشی رژیم ته درنده څپیړه ورکړې

المینار ټیلیویژنی چینل راپورورکړ د ایران د اسلامی شورامشر علی لاریجانی  ددې خبرې په کولوسره چې له اسلامی اوګاونډیوهیوادونو سره  صادقانه ملګرتیا او له نوروهیوادونوسره ددوستانه اړیکوټینګول،د اسلامی انقلاب یوسټراټژیک سیاست دی،وئیلی دی،دامریکا او صهونیسټی رژیم د لمسونو په اساس ، دځینو هیوادونو له خوا نامناسب  چلندونه،دایران پر بهرنیو اړیکو هیڅ اغیزې نه شیندی .

 ډاکټر لاریجانی  له المینار ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې  د واشنګټن  په وسیله  په سیمې کې  د داعش  ترهه ګرې ډلې  په رامینځةکولو دا مریکائی چارواکو اعتراف ته په اشارې سره روښانه کړې،دغه اقدام د سیمې او د مقاومت دچورلیز په ضد دسترې دسیسې دشتون ښودنه کوی .په همدې خاطر  ئې پرسورئې چې  دمقاومت  ملاتړې وه ، ګوزار وکړ او له سورئې وروسته ئې   په  عراق هم ګوزار وکړ ،دوی همداراز  پر ترکیې او ورپسې په اردن هم ګوزار کول غوښتل ، خو دمقاومت چورلیز ئې مخه ونیوله .