د بشری حقوقو شورا د استعماری قدرتونو لوبتکه ده
Mar 24, 2019 00:22 Asia/Kabul
-
دجولان لوړې دسوریې په جنوب لویدیځ کښې په قنیطره ولایت کښې یوه(۱) سیمه ده .
زمونږخبریال وایی په جینیوا کښې د سوریې دائمی استازی «حسام الدین الا» وویل د ملګروملتونو د بشری حقوقو شورا د استعماری او د تیریګرو قدرتونو لوبتکه ده .
هغه دې ته په اشارې سره چې استعماری او تیریګر قدرتونه د ملګروملتونو د بشری حقوقو د شورا له ټریبون څخه د خپلو سیاسی هدفونو داجرا لپاره ګټه پورته کوی ټینګار وکړ سوریه به دا ډول سیاسی لوبو ته تسلیم نشی او په جولان لوړو به له خپلې واکمنۍ تیره نشی .
حسام الدین الا ټینګار وکړ سوریه د خپل هیواد دخلکو پرضد دترهګرو په جنایتونو کښې د شریکو او دترهګرۍ دملاتړو هیوادونو هڅول نه منی .
دجولان لوړې دسوریې په جنوب لویدیځ کښې په قنیطره ولایت کښې یوه(۱) سیمه ده او صهیونیسټ رژیم په ۱۹۶۷ میلادی کال کښې د دغه سیمې زیاته برخه په نیواک کښې وروستله .
ټیګونه