د بشری حقوقو شورا د استعماری قدرتونو لوبتکه ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i81087-د_بشری_حقوقو_شورا_د_استعماری_قدرتونو_لوبتکه_ده
زمونږخبریال وایی په جینیوا کښې د سوریې دائمی استازی «حسام الدین الا» وویل د ملګروملتونو د بشری حقوقو شورا د استعماری او د تیریګرو قدرتونو لوبتکه ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 24, 2019 00:22 Asia/Kabul
  • دجولان لوړې دسوریې په جنوب لویدیځ کښې په قنیطره ولایت کښې یوه(۱) سیمه ده .
    دجولان لوړې دسوریې په جنوب لویدیځ کښې په قنیطره ولایت کښې یوه(۱) سیمه ده .

زمونږخبریال وایی په جینیوا کښې د سوریې دائمی استازی «حسام الدین الا» وویل د ملګروملتونو د بشری حقوقو شورا د استعماری او د تیریګرو قدرتونو لوبتکه ده .

هغه دې ته په اشارې سره چې استعماری او تیریګر قدرتونه د ملګروملتونو د بشری حقوقو د شورا له ټریبون څخه د خپلو سیاسی هدفونو داجرا لپاره ګټه پورته کوی ټینګار وکړ سوریه به دا ډول سیاسی لوبو ته تسلیم نشی او په جولان لوړو به له خپلې واکمنۍ تیره نشی .

حسام الدین الا ټینګار وکړ سوریه د خپل هیواد دخلکو پرضد دترهګرو په جنایتونو کښې د شریکو او دترهګرۍ دملاتړو هیوادونو هڅول نه منی .

دجولان لوړې دسوریې په جنوب لویدیځ کښې په قنیطره ولایت کښې یوه(۱) سیمه ده او  صهیونیسټ رژیم په ۱۹۶۷ میلادی کال کښې د دغه سیمې زیاته برخه په نیواک کښې وروستله .