د ډونالډ ټرمپ دریځ دامریکا د څنګ ته کیدا سبب کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i81134-د_ډونالډ_ټرمپ_دریځ_دامریکا_د_څنګ_ته_کیدا_سبب_کیږی
فارس خبری اژانس وایی د سوریې دبهرنیو چارو وزیر «ولید المعلم» ټینګار وکړ په نیواکی جولان د صهیونسیټ رژیم د واکمنۍ په رسمیت پیژندلو لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ فیصله یوازې دامریکا د څنګ ته کیدا سبب کیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 26, 2019 09:47 Asia/Kabul
  • دنړۍ ډیرو هیوادونو او نړیوالو موسسو د امریکا د ولسمشر ټرمپ له دغه فیصلې سره سخت مخالفت ښودلی دی .
    دنړۍ ډیرو هیوادونو او نړیوالو موسسو د امریکا د ولسمشر ټرمپ له دغه فیصلې سره سخت مخالفت ښودلی دی .

فارس خبری اژانس وایی د سوریې دبهرنیو چارو وزیر «ولید المعلم» ټینګار وکړ په نیواکی جولان د صهیونسیټ رژیم د واکمنۍ په رسمیت پیژندلو لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ فیصله یوازې دامریکا د څنګ ته کیدا سبب کیږی .

ولید المعلم  په یوې(۱) وینا کښې چې د سوریې په ټیلی ویژن خپره شوه وویل دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه فیصله به هیڅ شی بدل نکړی او هرڅومره چې وخت او کلونه تیر شی  دغه حقیقت شته چې جولان یوه(۱) نیواکی سیمه ده او د سوریې خاورې برخه ده .

دامریکا ولسمشر ټرمپ پرون په واشنګټن کښې د صهیونیسټ رژیم له لومړی وزیر نتانیاهو سره له ګډ خبری کانفرنس وروسته د یوه(۱) حکم په لاسلیک کولوسره په نیواکی جولان لوړو د صهیونیسټانو  د واکمنۍ ادعا په رسمیت وپیژندله .

دنړۍ ډیرو هیوادونو او نړیوالو موسسو د امریکا د ولسمشر ټرمپ له دغه فیصلې سره سخت مخالفت ښودلی دی .