د سوريې په حلب د صهيونېسټ رژيم جنګي الوتکو حمله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i81170-د_سوريې_په_حلب_د_صهيونېسټ_رژيم_جنګي_الوتکو_حمله
د سوريې رسنيونن سحر د دغه هېواد په حلب ښار د صهيونېسټ رژيم د جنګي الوتکو د حملې خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 28, 2019 05:52 Asia/Kabul
  • د سوريې په حلب د صهيونېسټ رژيم جنګي الوتکو حمله

د سوريې رسنيونن سحر د دغه هېواد په حلب ښار د صهيونېسټ رژيم د جنګي الوتکو د حملې خبر ورکړ.

د سويې سرکاري خبري اژانس سانا اعلان وکړ، د دغه هېواد د فوځ هوائي دفاعي ځواکد صهيونېسټ رژيم د جنګي الوتکو له دغې توغنده اي حملې سره مقابل وکړه.

د سانا د اعلان له مخې د سوريې د فوځ هوائي دفاعي ځواک د صهيونېسټ رژيم د جنګي الوتکو  د ويشتل شويو اکثرو توغنديو مخه ونيوه او هغه يې تباه کړي دي.

ځاي سرچينو هم اعلان وکړ دغه حمله له ماتې سره مخامخ شوې ده.

د سوري سرچينو د اعلان له مخې د حلب شمال ختيځ کښې د الشيخ النجار په صنعتي سيمه کښې ځينې مراکز  دغې توغنده اي حملې په نښه کړي وو.

د سوريې يوې فوځي سرچينې وويل، دغې توغنده اي حملې يوازې مادي تاوانونه رامنځته کړي دي.

اسرائيل تل له ترهه ګرو څخه د ملاتړ او ملګرتيا لپاره د سوريې د فوځ په سنګرونو او بنيادي مراکزو حملې کوي.