جولان سیمه د سوریې ده
Mar 30, 2019 02:59 Asia/Kabul
د عرب اتحادیې عمومي منشي د جولان سیمې نیواکي غونډۍ د سوریې د خاورې برخه وبلله.
احمد ابو الغیط پرون په تیونس کښې د عرب اتحادیې د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو په ابتدايي غونډه کښې وویل: د نړیوالو پریکړه لیکونو له مخې جولان یوه نیواکي سیمه او د سوریې د خاورې یوه برخه ده.
هغه زیاته کړه چې نیواکګرۍ ته روا والی ورکول ستره تیروتنه او غلطي ده.
د ابو الغیط په وینا، قدس او فلسطین د اسلامي نړۍ همیشنۍ مسئله ده.
له خپلې خوا اسرائیلو ته د سوریې د جولان لوړو د وربخښلو په لړ کښې د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ اقدام د ملګرو ملتو د امنیت شورا ۱۴ غړو هیوادونو غندلی او مخالفت یې ورسره کړی دی.
ټیګونه