صهونیسټ رژیم ته دجولان دلوړوسپارل دنړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزی ده
د سورئې دجولان پر لوړو د صهونیسټ رژیم د حاکمیّت په رسمیّت پیژندل د نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزی ده
زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی جمهوریت د قضایه قوې دبشری حقوقو کمیشن نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، د وحشی صهونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د قدس شریف لهغیرقانونیاو یواړخیزې پیژندنې وروسته دجولان پر لوړو دقدس دنیواکګر رژیم دحاکمیّت په رسمیّت پیژندنېکې دامریکا یواړخیز اقدام،دامریکائی حکومت له خوا د نړیوالوحقوقودسسټماټیکې خلاف ورزۍ ښودنه کوی.
په دغې اعلامیې کې دنړۍ له هیوادونو غوښتل شوی دی ، دسورئې د جولان پر لوړو د صهونیسټ رژیم د حاکمیّت دپیژندنې په محکومیّت سره دې دسورئې د حکومت او ملت د حقوقو دپوره کیدا او د امنیت دټینګیدا لپاره چورلټ او اغیزشیندونکی اقدام وکړی .
دایران د قضایه قوې دبشری حقوقو کمیشن همداراز د صهونیسټ رژیم د جنایتونو په محکومولوسره روښانه کړې ده دعاموفلسطینیانو په ضد دممنوعه ډول ډول وسلوکارول،د صبرا اوشتیلا کیمپونو دبې دفاع خلکو او دملګروملتو دسوله ساتی ځواک دپرسنلوپراخه وژله،دسیمې له عربو حکومتونو سره دجنګ رامینځةکول،په بیلابیلو هیوادونو کې د ترهه ګروعملیاتو ترسره کول،د ترور اوکرکې ددودولو په موخې سره د افراطی ډلو منظمیدا د وحشی صهونیسټی رژیم په جنایتونوکې شامل دی . .