د ايران، عراق او سوريې رېل پټلۍ سره ګنډل کيږي
د عراق د رېلوۍ شرکت عمومي مدير د ايران، عراق او سوريې د رېل پټلۍ سره د ګنډل کېدو لپاره د درې واړو هېوادونو د خبرو اترو خبر ورکړ.
د عراق سومريه ټي وي چېنل د رپوټ له مخې د عراق د رېلوۍ شرکت عمومي مدير صالب الحسيني پرون په دمشق کښې د عراق او سوريې د ګډې کمېټۍ د غونډې ترڅنګه وويل، د ايران، عراق او سوريې درې واړو هېوادونو د رېل پټلۍ د ګنډل کېدولپاره خبرې اترې دوام لري.
د سوريې د ټرانسپورټ وزير علي حمود هم له دې مخکښط له ايران او عراق سره د خپل هېواد د رېل پټلۍ نښلول د سوريې د حکومت د ترجيح په اعلانولو سره تاکيد وکړ، د ايران، عراق او سوريې رېلي نېټ ورک به په راتلونکو وختونو کښې د مرکزي اېشيا له رېلي نېټ ورک او همدارنګ د چين او روسيې له رېل پټلۍ سره هم يوځاے شي.
ايراني چارواکو همخ د سوريې ، عراق او ايران رېل پټلۍ په اجرا کښې په چټکتيا باندې په تاکيد سره وويل، د دغه څو مليتي رېلوے لائن تکميل به د مسافرو او سامانونو له وړلو راوړلو نه علاوه د اربعين د مراسمو د ميلينونو زائرينو له وړلوراوړلوسره په مرسته کښې هم زيات موثره وي.