په عربستان کښې له ۳۷ سعودي ښاریزو سرونه ووهل شول
د عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغه ټول کسان سعودي ښاریز وو.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت د هغه څه په تور د دغه هیواد د ۳۷ کسانو د مرګ د سزا د اجرايي کیدو خبر ورکړ چې د ترهګرو اقداماتو لپاره هڅه یې بللې ده.
د عربستان د کورنیو چارو وزارت پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې وه چې دغه ۳۷ تنه سعودي ښاریز د ترهګرو ډلو د جوړولو، په عمومي امنیت کښې د ګډوډي رامینځته کولو او په هیواد کښې قبیله ایزو فتنو او ناامنۍ د جوړولو او د ټولنیز امنیت او صلحې د زیانمنولو په تور اعدام کړی شول.
د عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغه ټول کسان سعودي ښاریز وو.
د ویلو ده چې په تیر ۲۰۱۸ کال کښې هم په عربستان کښې د ۱۲۰ کسانو د مرګ سزا اجرا شوه.
آل سعود رژيم هر کال د بیان له آزادۍ سره د مقابلې په موخه له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه خپل ډیر مخالفان په سختو سزا ګانو او حتی د سر غوڅولو په شان سزاګانو محکوموي.
د بخښنې نړیوال سازمان تراوسه د ګڼو بیانیو په صادرولو سره له سعودي رژيمه غوښتي دي چې په عربستان کښې د بشري حقوقو د وضعیت په هکله وضاحت ورکړي.