یمنیانو د عربستان په عسیر باندې ۱۷ توغندي وورول
Apr 27, 2019 03:21 Asia/Kabul
یمني سرچینو ویلي دي چې په دغه حمله کښې لسګونه سعودي پوځیان وژل شوي او زخمي شوي دي.
یمن پوځي او ولسي رضاکار ځواکونو بیګا د سعودي رژیم د تیریو په ځواب کښې د زلزال-۱ په نامه سیمه ایز بالیسټک توغندیو سره د عربستان د سویل په عسیر ولایت کښې د سعودي ځواکونو سنګرونه وویشتل.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، یمني سرچینو ویلي دي چې په دغه حمله کښې لسګونه سعودي پوځیان وژل شوي او زخمي شوي دي.
د یمن پوځ او ولسي رضاکار ځواکونه تقریباً هره ورځ د عربستان د خاورې دننه پوځي مرکزونه د خپلو بالیسټک توغندیو هدف ګرځوي او دا کار په خپل هیواد باندې د سعودي ائتلاف د بې رحمه تیري او په کښې د ملکي یمنیانو د وژلو په ځواب کښې ترسره کوي.
ټیګونه