جولان سیمه د سوریې ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i82067-جولان_سیمه_د_سوریې_ده
په لویدیځې آسیا کښې د بشري حقوقو نړیوالې کمیټې وویل: جولان د سوریې په خاورې پورې اړوند دی او هیڅوک حق نه لري چې د هغه مالکیت سلب کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 11, 2019 03:06 Asia/Kabul
  • جولان سیمه د سوریې ده

په لویدیځې آسیا کښې د بشري حقوقو نړیوالې کمیټې وویل: جولان د سوریې په خاورې پورې اړوند دی او هیڅوک حق نه لري چې د هغه مالکیت سلب کړي.

په لویدیځه آسیا کښې د بشري حقوقو نړیوالې کمیټې یوځل بیا په اسرائیل کښې د سوریې د نیواکي جولان لوړو د شاملولو په هکله د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پریکړه یوځل بیا وغندله او له خپل وطنه کډه کیدو ته د جولان د اوسیدونکو د مجبورولو لپاره د اسرائیلو د نیواکګر رژیم د طرحو په هکله یې خبرداری ورکړ.

په لویدیځه آسیا کښې د بشري حقوقو د نړیوالې کمیټې کمشنر هیثم ابوسعید په یوه خبرپاڼه کښې څرګنده کړه: د اسرائیلو نیواکګر رژیم د سیمې د ټوټې کولو لپاره د صهیونیسټي طرحې د بشپړولو په چوکاټ کښې د جولان له اوسیدونکو د دغې سیمې د خالي کولو په لټه کښې دی.

هغه زیاته کړه چې د اسرائیلو دغه طرحه د ټولو نړیوالو منشورونو او قوانینو خلاف ده.