ملګری ملتونه په یمن کې دانسانی ناؤرین د دوام مسئول دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i82086-ملګری_ملتونه_په_یمن_کې_دانسانی_ناؤرین_د_دوام_مسئول_دی
محمد علی الحوثی ددې خبرې په کولو سره چې د یمن ملت،پوځ او ولسی مبارزې کمیټېو له بندرونو څخه په یو اړخیز شاتګ سره له سولې خپل ملاتړ ثابت کړی،دهغو هیوادونو په ضد دجدی تدبیرونو د غوره کولو غوښتنه ئې کړې،چې د سویډ د موافقې د اجرا خنډ کیږی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 11, 2019 11:15 Asia/Kabul
  • ملګری ملتونه په یمن کې دانسانی ناؤرین د دوام مسئول دی

محمد علی الحوثی ددې خبرې په کولو سره چې د یمن ملت،پوځ او ولسی مبارزې کمیټېو له بندرونو څخه په یو اړخیز شاتګ سره له سولې خپل ملاتړ ثابت کړی،دهغو هیوادونو په ضد دجدی تدبیرونو د غوره کولو غوښتنه ئې کړې،چې د سویډ د موافقې د اجرا خنډ کیږی .

زمونږخبریال راپور راکړ د یمن دانقلاب دلوړې شورا مشر محمدعلیالحوثی په یولړ څرګندونوکې په الحدیده بندر ولایت کې له بندرونو د انصار ا...ولسی غورځنګ دمبارزانو  وتلو ته په اشارې سره ټینګار کړی ،ملګری ملتونه او امنیت شورا په یمن کې د انسانی بحران د دوام  بشپړ مسئول دی .

 ملګروملتو په همداوروستیو کې وئیلی دی  انصار ا.. غورځنګ  دالحدیده ،الصلیف اوراءس عیسی سټراټژیکو بندرونو څخه  له یواړخیز شاتګ سره موافقه کړې ده .

 په عین حال کې  محمد علی الحوثی نن پخپل ټولنیز پیغام کې روښانه کړې ، دغه شاتګ   ددې ښودنه کوی ، چې دسټاکهم  دسولې   د موافقې په اجرا کې  دځنډیدا عامل  امریکا ، انګلستان، عربستان، امارات او دهغو  نور تالی څټی دی .

 دیمن د انقلاب دلوړې  کمیټې مشر  ددې خبرې په کولو سره چې  شاتګ له نن سهاره پیل شوی ، زیاته کړې ، دسعودی ائیتلاف تیری  په یمن کې دسولې د ټینګیدا خنډ کیږی .  محمد علی الحوثی  ددې خبرې په کولو سره چې د یمن  ملت، پوځ او ولسی مبارزې کمیټېو له بندرونو څخه په یو اړخیز شاتګ سره  له سولې خپل ملاتړ ثابت  کړی ،  دهغو هیوادونو په ضد دجدی تدبیرونو دغوره کولو غوښتنه ئې کړې ، چې  د سویډ د موافقې د اجرا خنډ کیږی .