د متحده عربی اماراتو دالفجیره د چاودنو بیلابیل اړخونه :-
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i82130-د_متحده_عربی_اماراتو_دالفجیره_د_چاودنو_بیلابیل_اړخونه
پرون د متحده عربی اماراتو په الفجیره (Fujairah)بندر کښې څو چاودنې وشوې چې د تیلو په اوو (۷)ټانکرونو کښې د اور د لګیدا سبب شوې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 13, 2019 10:10 Asia/Kabul
  • تهران په هرو شرایطو کښې د مینځني اسیا(مینځني ختیځ ) لپاره د ثبات او دامنیت غوښتونکی دی .
    تهران په هرو شرایطو کښې د مینځني اسیا(مینځني ختیځ ) لپاره د ثبات او دامنیت غوښتونکی دی .

پرون د متحده عربی اماراتو په الفجیره (Fujairah)بندر کښې څو چاودنې وشوې چې د تیلو په اوو (۷)ټانکرونو کښې د اور د لګیدا سبب شوې .

د الفجیره چاودنې له بیلابیلو اړخونو د شننې وړ دی .

لومړۍ (۱)داچې دغه چاودنې متحده عربی اماراتو ته ستر شوک(Shock)وو په همدې دلیل د اماراتو چارواکو لومړۍ ددغه پیښې په پټولو سره په الفجیره بندر کښې هرډول چاودنه دروغ وبلله خو وروسته له دې چې ددغه پیښې خبر په پراخه سویه خپور شوی د ابوظهبۍ چارواکی مجبوره شول چې دغه پیښه تائید کړی .

د سعودی عربستان د انرژۍ وزیر خالد الفالح هم اعتراف وکړ په دغو چاودنو کښې د عربستان دتیلو دوو (۲) ټانکرونو ته هم سخت تاوانونه رسیدلی دی .

دوهمه (۲) دا چې  دغه چاودنې د متحده عربی اماراتو د امنیتی او د دفاعی نظام کمزورتیا وښودله او تراوسه معلومه نه ده چې دغه چاودنې په کوم ډول شوی دی .

دریمه(۳) دا  که څه احتمال شته د متحده عربی اماراتو او دسعودی عربستان چارواکی به هڅه وکړی دغه پیښه د مقاومت د چورلیز د لوبغاړو کار وبولی څو له دغه پیښې د مقاومت چورلیز ته دګوزار د ورکولو او د ځان لپاره د سیاسی او د امنیتی پایلو د کمولو لپاره دیوه(۱) فرصت په توګه ګټه پورته کړی خو په پریکنده توګه په دغه بڼه احتمالی تور لګول په نورو باندې دخپلې ګرمې د مسولیت وراچول دی .

داسې ښکاری چې د الفجیره چاودنې دسیمې په بدلونونو په تیره بیا د یمن پرضد جنګ کښې له ګډون او ترهګرۍ په ملاتړ کښې د متحده عربی اماراتو د کړچاری بیلګو نتیجه(output) وی .

په حقیقت کښې دغه پیښه د متحده عربی اماراتو او د سعودی عربستان لخوا د ترهګرۍ د روزنې له کبله وی چې اوس  ددوې  لمن ته غځیدلی ده .

څلورمه (۴) دا چې  مشهور عرب شناندی عبدالباری عطوان په یوې(۱) شننې کښې ولیکل امکان شته چې د متحده عربی اماراتو د الفجیره چاودنې په سیمه کښې دپټو کړیو یا د اسرائیلی عسکرو لخوا ترسره شوی وی چې غواړی د فارس خلیج سیمې له خړو اوبو کبان ونیسی یعنی خپلو هدفونو ته ورسیږی او دغه چاودنې   د پوځی نښتو دپیلیدا سبب شی .

په همدې لړ کښې دعربو مشهور خبریال او لیکوال عبدالباری عطوان دامریکا د سمندری ټرانسپورټ(Maritime Administration) د ادارې د تیرې شنبې ورځ خبرداری ته اشاره کوی او وایی دامریکا  دسمندری ټرانسپورټ ادارې په تیرې شنبې ورځ خبرداری ورکړ چې ایران شاید د تیلو دټانکرونو په شمول دامریکا په تجارتی کشتیو برید وکړی .

په بحرین کښې دیره  د امریکا د پینځمې (۵) جنګی  بیړۍ د قوماندان ځای ناستی جیمز مالوی (James Malloy)هم وویل د واشنګټن پوځیان د تیارسې په حالت کښې دی .

په حقیقت کښې دغه شننه ددې ښودنه کوی چې د مقاومت ضد او دسازباز بهیر ته اړونده پټو کړیو یا د اسرائیلو عواملو په پلانونې (Planning) او په قصدی ډول د متحده عربی اماراتو د الفجیره چاودنې ترسره کړې چې له دغو چاودنو او زیاتو رسندوی تبلیغاتو څخه په ګټه پورته کولو سره ایران او د مقاومت د چورلیز لوبغاړی د الفجیره د چاودنو عامل معرفی کړی او امریکا دایران او یا په سیمه کښې د مقاومت ډلو پرضد جنګ کښې ګډون کولو ته وهڅوی .

د متحده عربی اماراتو دالفجیره چاودنې په داسې حال کښې وشوې چې د اسرائیلو رژیم تیره اونۍ د فلسطین دغزې تړانګې پرضد نوی جنګ کښې له څلور(۴) ورځو وروسته د اوربند منلو ته مجبوره شو.

شپږمه(۶) خبره دا چې دایران اسلامی جمهوریت د متحده  عربی اماراتو چاودنو ته په غبرګون کښې دغه چاودنې وغندلې چې ثابته کړی تهران په هرو شرایطو کښې د مینځنی اسیا(مینځنی ختیځ ) لپاره د ثبات او دامنیت غوښتونکی دی .

په همدې لړ کښې د ایران دباندنیو چارو دوزارت ویاند سید عباس موسوی په عمان(Oman) سمندرګی کښې د څو کشتیو لپاره پرونې پیښې اندیښمونکی او خواشینونکی وبللې او ددغو پیښو د دقیقو اړخونو د روښانه کیدا غوښتنه یې وکړه .