سعودی عربستان ایران د حملې مسول بللی
-
د سعودي عربستان دغه بې اساسه تورونه د تیریګر ائتلاف په ماتیو د برغولي د کیښودل په هدف سره مطرح کیږي .
زمونږ خبریال وایی سعودی عربستان دملګروملتونو امنیت شورا ته په یوه (۱) لیک کښې ادعا وکړه چې ایران او د یمن انصار الله غورځنګ د عربستان دتیلو په تاسیساتو دحملې مسول دی .
امنیت شورا ته د سعودی عربستان په پرون ورځې لیک کښې چې په ملګروملتونو کښې د ریاض دائمی استازی عبدالله المعلمی وړاندی کړی دی ویل شوی دی د یمن انصار الله غورځنګ د عربستان دتیلو په تاسیساتو وروستۍ حملې کښې له اوو(۷) بې پایلوټه الوتکو استفاده کړی ده .
سعودی عربستان تل ادعا کوی چې دایران اسلامی جمهوریت یمن ته چې په بشپړه کلابندۍ کښې وسلې استوی .
د سعودی عربستان دغه بې اساسه تورونه د یمن د پوځ او د ولسی کمیتیو په مقابل کښې دسعودی عربستان د تیریګر ائتلاف په ماتیو د برغولی د کیښودل په هدف سره مطرح کیږی .
دیمن حکومتی چارواکو په ځلونو ټینګار کړی دی ددغه هیواد دپوځ دفاعی قدرت کاملا ځایی دی او دعربستان لخوا د یمن له هراړخیزه کلابندۍ سره سره دغه دفاعی قدرت د زیاتیدا په حال کښې دی .