چک جمهوریت به خپل سفارت نیواکی قدس ته منتقل نه کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i82415-چک_جمهوریت_به_خپل_سفارت_نیواکی_قدس_ته_منتقل_نه_کړی
د نړۍ ډیری هیوادونو له تل ابیبه نیواکی قدس ته د سفارت له منتقلولو سره خپل مخالفتونه اعلان کړی دی . حال دا چې امریکا ډیری هیوادونه له تل ابیبه نیواکی قدس ته دسفارتونو د منتقلولو لپاره ګواښلی هم دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 26, 2019 09:26 Asia/Kabul
  • چک جمهوریت به خپل سفارت نیواکی قدس ته منتقل نه کړی

د نړۍ ډیری هیوادونو له تل ابیبه نیواکی قدس ته د سفارت له منتقلولو سره خپل مخالفتونه اعلان کړی دی . حال دا چې امریکا ډیری هیوادونه له تل ابیبه نیواکی قدس ته دسفارتونو د منتقلولو لپاره ګواښلی هم دی .

پارس ټو ډې خبری آژانس راپورورکړی،د چک جمهوریت لومړ ی و زیر آندرې بابیش په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ،  دغه هیواد به هیڅکله هم  خپل سفارت له تل ابیبه  نیواکی قدس ته منتقل نه کړی ، ځکه دغه هیواد  دقدس په باب د ملګروملتو پریکړه لیکونو او د اروپائی اتحادئې  دریځ ته پابند دی  او قدس نیواکی برخه ګڼی .

  دچک جمهوریت لومړی وزیر  زیاته کړې ،  هیڅ یو  اروپائی هیواد  په اوسنیو شرائطو کې  داسې کومه فیصله  نه لری  او چک حمهوریت  به  ددغه شان  اقدام پیلونکی نه شی .

  د وئیلو ده چې   له دې مخکې د چک جمهوریت  ځینو چارواکو  له تل ابیبه نیواکی قدس ته  د دغه هیواد دسفارت  دمنتقلیدا داحتمال خبر ورکړی ؤ .

د معاملې  دپلان په چوکاټ کې  دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  د ۲۰۱۷کال د دسمبر په شپږمه نیټه قدس نیواکی ښار  داسرائیلو دجعلی رژیم  د پلازمینې په توګه  معرفی کړ او  قدس ته ئې د امریکا د سفارت د منتقلولو  لپاره خپله فیصله ،  د۲۰۱۸کال دمئ په څوارلسمه نیټه عملی کړه .

دنړۍ ډیری هیوادونو  له تل ابیبه  نیواکی قدس ته د سفارت له منتقلولو سره خپل مخالفتونه اعلان کړی دی .