د پیړۍ معامله د فلسطین پرضد دسیسه ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i82445-د_پیړۍ_معامله_د_فلسطین_پرضد_دسیسه_ده
زمونږ خبریال وایی د بحرین مشهور مذهبی مشر شیخ عیسی قاسم وویل د پیړۍ د معاملې په نوم د پلان د وړاندې کولوهدف د فلسطین د موضوع پرضد دامریکا د صهیونیسټ رژیم او د ځینو عربو واکمنانو ګډه دسیسه ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 28, 2019 00:22 Asia/Kabul
  • د پیړۍ معامله دامریکا دحکومت یو (۱)پلان دی چې د فلسطین دخلکو دحقوقو د له مینځه وړلو کوشش کوي .
    د پیړۍ معامله دامریکا دحکومت یو (۱)پلان دی چې د فلسطین دخلکو دحقوقو د له مینځه وړلو کوشش کوي .

زمونږ خبریال وایی د بحرین مشهور مذهبی مشر شیخ عیسی قاسم وویل د پیړۍ د معاملې په نوم د پلان د وړاندې کولوهدف د فلسطین د موضوع پرضد دامریکا د صهیونیسټ رژیم او د ځینو عربو واکمنانو ګډه دسیسه ده .

هغه وویل د پیړۍ دمعاملې په نوم پلان د امریکا دولسمشر ډونالډ  ټرمپ او دصهیونیسټ رژیم دلومړی وزیر بنیامین نتانیوه لخوا مطرح شوی دی او ځینو عربو حکومتونو له دغه پلان سره د ملګرتیا کولو او د اجرا کولو مسولیت چې هماغه د فلسطین د ملت دحقوقو ضایع کول دي  پرغاړه اخیستی دی .

دبحرین دغه ستر مذهی مشر شیخ عیسی قاسم وویل د پیړۍ معامله داسې جنایت دی چې شرم به یې دهغو ټولو کسانو چې ورسره ملګرتیا او ملاتړ کوی لمن ته وغځیږی .

د پیړۍ معامله دامریکا دحکومت یو (۱)پلان دی چې د فلسطین دخلکو دحقوقو د له مینځه وړلو کوشش کوی .

دغه پلان د سعودی عربستان په شمول د ځینوعربو هیوادونو په ملګرتیا او موافقت سره برابر شوی دی .