دامریکاولسمشر دپیړۍ دمعاملې داجرا کولو جوګه نه دی
May 30, 2019 10:05 Asia/Kabul
-
صهیونیسټ رژیم د امریکا په ملګرتیا سره د اسلامي او د عربي هیوادونو په صفونو کښې د اختلاف اود درز د رامینځته کولو هڅه کوي .
زمونږ خبریال وایی د لبنان دحزب الله غورځنګ د عربو د اړیکو مسول شیخ حسن عزالدین وویل ولسمشر ټرمپ د پیړۍ دمعاملې د پلان او دفلسطین د مسلې د له مینځه وړلو جوګه نه دی .
هغه زیاته کړه د امریکا او دولسمشر ټرمپ او د ځینو عربو هیوادونو په تیره بیا د متحده عربی اماراتو، سعودی عربستان او وغیره هڅې چې د فلسطین د ملت د ایډیل پرضد دسیسې کښې ګډون لری هیڅکله نتیجه ورنکړی .
شیخ عزالدین وویل صهیونیسټ رژیم د امریکا په ملګرتیا سره د اسلامی او د عربی هیوادونو په صفونو کښې د اختلاف اود درز د رامینځته کولو هڅه کوی .
ټیګونه