عربستان دې کم عمره سیاسی بندی پانسی نه کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i82702-عربستان_دې_کم_عمره_سیاسی_بندی_پانسی_نه_کړی
د بخښنې د نړیوالې ادارې د احصایو په اساس په وروستیو پنځو کلونو کې دعربستان دڅه دپاسه سل شیعیان په سیاسی دلیلونو پانسی شوی دی .دغه نړیوال اورګان د دغو کسانو دپانسۍ سزا په محکومولو سره د دوی محاکمه کول ډیر بې انصافه کار بللی او روښانه ئې کړې ده،ډیری پانسی شوی کسان پر حکومت په نیوکو کې د هغوی له سوله ایزو خبرو پرته بل یو اقدام هم نه ؤ کړی ..
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 09, 2019 09:35 Asia/Kabul
  • عربستان دې کم عمره سیاسی بندی  پانسی نه کړی

د بخښنې د نړیوالې ادارې د احصایو په اساس په وروستیو پنځو کلونو کې دعربستان دڅه دپاسه سل شیعیان په سیاسی دلیلونو پانسی شوی دی .دغه نړیوال اورګان د دغو کسانو دپانسۍ سزا په محکومولو سره د دوی محاکمه کول ډیر بې انصافه کار بللی او روښانه ئې کړې ده،ډیری پانسی شوی کسان پر حکومت په نیوکو کې د هغوی له سوله ایزو خبرو پرته بل یو اقدام هم نه ؤ کړی ..

سی این این ټیلیویژنی چینل راپورورکړی ، د بخښنې نړیوالې ادارې  په یوې اعلامیې کې وئیلی دی،څوارلس کلن مرتجی القریریص د ۲۰۱۴کال په ستمبر کې نیول شوی او همدااوس  اتلس کلن شوی دی،چې د عربستان عمومی څارنوال د هغه لپاره د  پانسۍ  دحکم داجرا کیدا غوښتنه کړې ده .

 دبخښنې نړیوالې ادارې په دغې اعلامیې کې ایشوا شوې ده ،القریریص  په زندان کې د پلټنې په وخت سخت شکنجه شوی دی او پلټونکو هغه ته ژمنه ورکړې ده چې که اعتراف وکړی ، نو خوشی به شی .

Image Caption

 

 په تیر اپریل میاشت کې هم په عربستان کې  آل سعود درژیم  په یوه ورځ د اوه د یرشو  مخالفو  فعالانو  سرونه غوڅ کړل  او د بخښنې نړیوالې ادارې  وئیلی دی ، په هغو کې لږترلږه   درې پانسی شوی کسان په شپاړس او اولس کلنۍ کې نیول شوی  وو .

 ددغه نړیوال اورګان د اعلامیې په اساس ،  دغه درې واړه ځوانان  اهل تشیَع وو  چې  په  آل سعود رژیم  په ضد په اعتراضیه مظاهرو کې  د ګډون په دلیل  نیول شوی وو .

 د بخښنې  د نړیوالې ادارې د احصایو په اساس په وروستیو پنځو کلونو کې دعربستان دڅه دپاسه  سل شیعیان  په سیاسی دلیلونو پانسی شوی دی . دغه نړیوال اورګان  د دغو کسانو دپانسۍ سزا په محکومولو سره  د دوی محاکمه کول  ډیر بې انصافه  کار بللی او  روښانه ئې کړې ده،ډیری پانسی شوی کسان  پر حکومت   په نیوکو کې د هغوی له سوله ایزو خبرو پرته بل یو اقدام  هم نه  ؤ کړی ..