امریکاد ترکیې د ایف۳۵ډوله جنګی الوتکو دپیلوټانو ټرینینګ ودراوۀ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i82743-امریکاد_ترکیې_د_ایف۳۵ډوله_جنګی_الوتکو_دپیلوټانو_ټرینینګ_ودراوۀ
د انقرې او واشنګټن اړیکې په وروستیو میاشتو کې دځینو موضوعګانو په سره سره تر ډیره حده ترینګلی شوی ان تر دې چې ترکیه په ځینو جدی اقداماتو ګواښل شوې ده خو د ترکیې چارواکی هماغه راز دخپلې خپلواکۍ د ساتلو هڅه کوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 11, 2019 13:21 Asia/Kabul
  • امریکاد ترکیې د ایف۳۵ډوله جنګی الوتکو دپیلوټانو ټرینینګ ودراوۀ

د انقرې او واشنګټن اړیکې په وروستیو میاشتو کې دځینو موضوعګانو په سره سره تر ډیره حده ترینګلی شوی ان تر دې چې ترکیه په ځینو جدی اقداماتو ګواښل شوې ده خو د ترکیې چارواکی هماغه راز دخپلې خپلواکۍ د ساتلو هڅه کوی .

زمونږخبریال دسکائی نیوزخبری چینل  له قوله راپور راکړ د امریکا جنګ وزارت پنټاګان  نن سهار وختی دخبرتیا په خپرولو وئیلی دی ، چې له روسیې د ایس ۴۰۰ډوله توغندوی ضد دفاعی سسټم د نه ا خستو په  باب د امریکا غوښتنې ته د   ترکیې  د بې پروائۍ په ځواب کې  واشنګټن  هم  د آریزونا ایالت  په هوائی ډګر کې د ترکیې پیلوټانو ته د ایف ۳۵ ډوله جنګی الوتکو  ټرینینګ ورکول درولی دی .

 دامریکا د دفاع وزارت  سرپرست دتیرې جمعې په شپه وئیلی وو، واشنګټن ترکیې ته د جولائی تر یو دیرشم پورې وخت ورکوی،چې له روسیې دایس ۴۰۰ډوله توغندوی ضددفاعی سسټم  له اخستو  دې ډډه وکړی ،یوه داسې غوښتنه چې  دترکیې له بې پروائۍ سره مخامخ شوې ده .

 ترکیې د ۲۰۱۷کال په دسمبر میاشت کې  له روسیې سره  د ایس څلورسوه ډوله هوافضا ضد دفاعی  سسټم  داخستو لپاره یوه موافقه لاسلیک کړې  او ټاکل شوې ده ، روسیه  ددغو توغندیو  لومړنۍ جوپه  په جون میاشت کې ترکیې ته وسپاری .