د مصر کودتاچی حکومت د محمد مرسی د مرګ مسئول دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i82854-د_مصر_کودتاچی_حکومت_د_محمد_مرسی_د_مرګ_مسئول_دی
محمد مرسی پرون ناوخته دقاهرې په یوې محکمې کې دبهرنیو جاسوسی ادارو لپاره د جاسوسۍ د دوسیې په باب دخپلې محاکمې دغونډې په وخت ناڅاپی بې هوشه شو، چې څو شیبې وروسته ئې سا ورکړه .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 18, 2019 02:11 Asia/Kabul
  •   د مصر کودتاچی حکومت د محمد مرسی د مرګ مسئول دی

محمد مرسی پرون ناوخته دقاهرې په یوې محکمې کې دبهرنیو جاسوسی ادارو لپاره د جاسوسۍ د دوسیې په باب دخپلې محاکمې دغونډې په وخت ناڅاپی بې هوشه شو، چې څو شیبې وروسته ئې سا ورکړه .

د بشری حقوقونړیوالې ادارې  بیګا د یوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلی دی ، د مصر کودتا کونکی حکومت ددغه هیواد دنسکور کړائ شوی ولسمشرمحمد مرسی دناڅاپی مرګ مسئول دی .

 زمونږ خبریال راپور راکړی،دبشری حقوقو دفاع کونکی ادارې په دې خبرې په ټینګار سره چې قاهره هیڅکله د بندیانو د اساسی حقوقو په تامینولو کې بریالۍ نه ده،روښانه کړې  دمصر حکومت  محمد مرسی ته  لازم درملیزخدمات نه دی وړاندې کړی .

محمد مرسی پرون ناوخته  دقاهرې په یوې محکمې کې  دبهرنیو جاسوسی ادارو لپاره د جاسوسۍ د دوسیې په باب  دخپلې محاکمې دغونډې په وخت ناڅاپی بې هوشه شو، چې څو شیبې وروسته  ئې سا ورکړه .

 دمصر د دغه لیرې کړائ شوی ولسمشر مرسی له مړینې  وروسته د مصر د کورنیو چارو وزارت  په دغه هیواد کې بیړنۍ حالت اعلان کړی او ددغه هیواد پوځ او امنیتی ځواک  هم تیارسی شوی دی .