صهیونیسټي رژیم ته د سوریې خبرداری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i83156-صهیونیسټي_رژیم_ته_د_سوریې_خبرداری
د سوریې مرستیال خارجه وزیر په خپل هیواد باندې د تیري د دوام په هکله صهیونیسټي رژیم ته ګوته وڅنډوله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 03, 2019 03:13 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي رژیم ته د سوریې خبرداری

د سوریې مرستیال خارجه وزیر په خپل هیواد باندې د تیري د دوام په هکله صهیونیسټي رژیم ته ګوته وڅنډوله.

مهر خبري آژانس لیکلي چې د سوریې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال فیصل المقداد څرګنده کړه: اسرائیل دې ډاډه اوسي چې دمشق به په راتلونکي کښې د سوریې په هرې سیمې د تل ابیب تیري ګرو بریدونو ته ځواب ورکړي.

د ویلو ده چې صهیونیسټي رژیم وړمه ورځ د سوریې د پلازمینې دمشق او د دغه هیواد د مرکز حمص ښار په ځینو سیمو توغندوي بریدونه وکړل چې له امله یې د یو تي رودي ماشوم په شمول لږترلږه څلور ملکي وګړي ووژل شول.