امریکې او عربستان ګډه پوځي مانوري پیل کړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i83402-امریکې_او_عربستان_ګډه_پوځي_مانوري_پیل_کړه
خبري سرچینو بیګا د عربستان په ختیځ کښې د دغه هیواد او د امریکې د ځمکنیو پوځیانو د ګډو مشقونو د پیلیدو خبر ورکړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 15, 2019 02:17 Asia/Kabul
  • آرشیو. د تیر کال د دغه ډول مانورې انځور
    آرشیو. د تیر کال د دغه ډول مانورې انځور

خبري سرچینو بیګا د عربستان په ختیځ کښې د دغه هیواد او د امریکې د ځمکنیو پوځیانو د ګډو مشقونو د پیلیدو خبر ورکړی.

د سعودي عربستان د رسمي خبري آژانس (واس) د خبر له مخې، د (ولوله ناک قومندان ۲۰۱۹) په نامه دغه ګډه پوځي مانوره د عربستان د ملک خالد پوځي ښار د مشقونو په مرکز کښې، د عربستان او امریکې د پوځونو د ځمکنیو ځواکونو د یوشمیر یونټونو په شتون سره پیل شوې ده.

د عربستان د شمالي سیمې قومندان جنرال صالح بن احمد الزهراني په دې اړه وویل: د دې پوځي مشقونو د ترسره کولو موخه د امریکې او عربستان ترمینځ د ګډو پوځي ملګرتیاؤ او  غږملتیا پياوړتیا او د تجربو تبادله او انتقال او هم د تیارسي د سویې لوړول دي.

خبر زیاتوي چې دغه پوځي مانوره به دوه اونۍ دوام وکړي او ټاکل شوې چې په عملیاتي چاپیریال کښې یې ځینې روزنیز ماموریتونه ترسره شي.