مینځنی ختیځ په تیره اونۍ کې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i83708-مینځنی_ختیځ_په_تیره_اونۍ_کې
د لبنان حزب ا... غورځنګ هم د یوې بیانیې په صادرولو سره په ختیځ قدس کی د صیهونیسټ رژیم په لاس د فلسطینانو د کورونو ویجاړول غندلی او دا اقدام یې د فلسطینانو د اجباری کډوالو په هدف سره بللی دی . په دغه بیا نیه کی ټینګار شوی دی چی د فلسطینانو د کورونو ویجاړول جنګی جنایت دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 29, 2019 11:11 Asia/Kabul
  • مینځنی ختیځ په تیره اونۍ کې

د لبنان حزب ا... غورځنګ هم د یوې بیانیې په صادرولو سره په ختیځ قدس کی د صیهونیسټ رژیم په لاس د فلسطینانو د کورونو ویجاړول غندلی او دا اقدام یې د فلسطینانو د اجباری کډوالو په هدف سره بللی دی . په دغه بیا نیه کی ټینګار شوی دی چی د فلسطینانو د کورونو ویجاړول جنګی جنایت دی .

د فلسطینانو پرضد د اسراییلو د جنایتونو دوام

عربستان ته د امریکایی عسکرو ورستنیدا

روسیې ته د یمن د انصار ا... غورځنګ د پلاوی سفر او همداراز یمن ته د کړکیچ د نړیوالې ډلې د پلاوی سفر د اسیا په لویدیځ کې مهم بدلونونه وو چی په دغه پروګرام کی یې  جاجوو .

«««««««««««««««««««««««««««

اسراییلی عسکرو  تیره اونۍ په ختیځ قدس کی د فلسطینیانو د کورونو ړنګولو ته دوام ورکړ  . د قدس نیواکګر رژیم عسکرو له تیرې ګل ورځې د نړیوالو له نیوکو سره سره  په ودای الخمص سیمه کی د فلسطینانو کابو سل کورونه ویجاړ او اعلان یې وکړ چی ډیر ژر به ۲۲۵ نور کورونه هم وران کړی . صیهونیسټ رژیم دغه کورونه د لویدیځې غاړې په نیواکی سیمې کې جلا کونکی دیوال ته نږدې بولی ، هغه دیوال چی د اپارتاید دیوال هم  ورته ویل کیږی .

د حایل دیوال او ښارګیو جوړونې سره د مقابلې د پلاوی مشر ولید عساف په دې هکله وویل دا له ۱۹۶۷ کال راهیسې تر ننه پورې د فلسطینیانو د کورونو د ورانولو تر ټولو ستر عملیات دی .

دغه جنایت په سیمه ایزه او نړیواله سویه  له بیلا بیلو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی  . عربی اتحادیې دغه جنایت غندلی او هغه یې د بشریت پرضد جنګی جنایت بللې دی . د لبنان حزب ا... غورځنګ هم د یوې بیانیې په صادرولو سره په ختیځ قدس کی د صیهونیسټ رژیم په لاس د فلسطینانو د کورونو ویجاړول غندلی او دا اقدام یې د فلسطینانو د اجباری کډوالو په هدف سره بللی دی . په دغه بیا نیه کی ټینګار شوی دی چی د فلسطینانو د کورونو ویجاړول جنګی جنایت دی .

د بخښنې نړیوالې ادارې هم په یوه بیانیه کی د فلسطینیانو د کورونو ویجاړول له نیواکی ټاټوبیو د فلسطینانو د اجباری کوچولو لپاره د قدس د نیواکګر رژیم پلان شوی کړچار بللی دی . په دغه بیانیه کی راغلی دی چی د کورونو د ویجاړولو لپاره د اسراییلو استدلال د شویو دقیقو پلټنو او جاجونو سره سمون نه خوری .

تل دابیب لسګونو کلونه کیږی چی تاوتریخجن او نامناسب اقدمات د امنیت په نوم پرمخ نیولی دی تر څو په فلسطینی ټاټوبی خپله سلطه پراخه کړی او له هغو سیمو د فلسطینانو په کډوالولاس پوری کړی چی اسراییل یې سټراتیجیکی بولی .

په عین حال کی امریکا یو ځل بیا د اسراییلو له دغه جنایته ملاتړ وکړ . دا په داسې حال کی دی چی د فلسطینانو پرضد د اسراییلو رژیم زیاتیدونکی جنایتونه د صیهونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د قدس په معرفی کولو کې د ټرمپ د غیر قانونی فیصلې نیتجه ده . دغه فیصلې اسرایل له مخکی زیات ښارګوټو جوړولو جنایت ته د چټکتیا وربخښلو لپاره سپین سترګې کړی دی .

د امریکادکار ړنګونې او همداراز د فلسطینانو پرضد د اسراییلو رژیم د جنایتونو په وړاندی د عربی هیوادونو چوپتیا ترمینځ د فلسطین خلکو او مقاومت ډلو د مقاومت د سټراتیجۍ په غوره کولو سره  هڅه کوی د اسراییلو له جنایت سره مقابله وکړی . د فلسطین د حماس غورځنګ  د سیاسی دفتر مرستیال مشر صالح العاروری په دې هکله وویل په نیواکی قدس کې د فلسطینیانو د څه د پاسه سلو کورونو په ورانولو  او سلګونو کسانو په کډوالولو کی د صیهونیسټی دښمن جنایت   ښی چی دغه رژیم یک جنایتکار او توکم پال رژیم دی چی یوازې د مقاومت په ژبه پوهیږی .

د فلسطینانو د کورونو په ورانولو سربیره د ستنیدا په مظاهرو حمله هم د فلسطینانو پرضد د اسراییلو یو بل جنایت دی چی تیره اونۍ یې هم دوام وکړ . په همدې لړ کی د فلسطین روغیتا وزارت د جمعې په شپه لږ تر لږه د ۳۶ فلسطینانو د ژوبیلیدا خبر ورکړ . د محمد عبد ا... القرا په نوم ۲۳ فلسطینی ځوان هم د جمعې ورځې په مطاهرو کی د صیهونیستی عسکرو په ډزو کی ژوبل  او د خالی په سهار هم شهید شو .  د ۲۰۱۸ م کال د مارچ له ۳۰ تراوسه پورې په دغو مظاهرو کی څه د پاسه ۳۱۰ فلسطینان شهیدان او ۳۱  زره هم ژوبل  شوی دی .

«««««««««««««««««

د عربستان باچا تیره اونۍ له ۱۶ کلونو وروسته عربستان ته د امریکایی عسکرو له ورستنیدا سره موافقت کړی دی . امریکایی عسکر په ۱۹۹۱ کال او په کویت د عراق له حملې وروسته  له عربستان او نورو عربی هیوادونو  د دفاع په هدف  عربستان ته ورغلل . ال سعود په ۲۰۰۳ کال او په عراق د امریکا له حملې وروسته  له عربستانه د امریکایی عسکرو د وتلو غوښتنه وکړه ، ځکه چی ریاض له بغداد سره د اړیکو له غوڅولو سره سره د عراق پرضد د دغې پوځی حملې له جدی مخالفانو وو . د امریکا سی این این چینل  وویل  چی عملا ریاض ته نږدې په شاهزاده سلطان اډې کی یو شمیر امریکایی عسکر ځای پر ّځای شوی او د امریکا د هوایی سکارډن له رسیدا وروسته به د هغو شمیر ۵۰۰ ته ورسی . په دغه اډه کی به په راتلونکیو اونیو کی جنګی الوتکی او دفاعی توغندوی سیسټمونه هم ځای پر ځای شی .

په دې هکله دوه عمده دلیلونه مطرح دی . لومړی دلیل دا دې چی په فارس خلیج کی د تاوتریخوالیو په زیاتیدا په تیره بیا ایران او برتانیه او ایران او امریکا ترمینځ د شخړې  زیاتیدا ال سعود اندیښمن کړی دی چی د هر ډول احتمالی نښتې په بڼه کی  له خپل امنیت دفاع ونکړی شی . پر دې اساس یو ځل بیا یې امریکایی عسکرو ته مخه کړی ده تر څو د عربستان امنیت تامین کړی . دوهم دلیل دا دی چی د ال سعودو رژیم دا اقدام داخل لپاره هم دې ځکه چی د خلکو حتی سعودی شاهزادګانو ترمینځ د خپګانونو څپه زیاته شوی ده . محمد بن سلمان اعدامونه زیات او چټک کړی دی او له شاهزادګانو سره بد چلند هم هماغه راز دوام لری . په دې اساس ال سعود د امریکایی عسکرو په ورستنولو سره هڅه کوی چی د خپګانونو د پراختیا په بڼه کی د امریکا له ملاتړه ګټه پورته کړی .

د عربستان دا اقدام د قطر د پخوانی لومړی وزیر شیخ حمد بن جاسم له طعنې سره مخ شو . د قطر د پخوانی لومړی وزیر شیخ حمد بن جاسم په ټویټر کې ولیکل کله چی متوجه شو د سیمې سترو هیوادونو د فارس خلیج د اوبلارې د امنیت تامینول نورو سترو هیوادونو ته سپارلی دی ، غافلګیره شو . البته زه په دغه موضوع کوم اعتراض نلرم . دا حقیقت دی  اودغو هیوادونو  د امریکایی عسکرو بیا ځای پر ځای کولو ته مخه کړی ده . هغه ټکی چی عجیبه ښکاری  دا دې چی دغو هیوادونو قطر په خپله خاوره کی د ترکیې او امریکایی عسکرو د پوځی اډو د شتون په خاطر ملنډه کوه او مدعی وو چی مونږه خپل امنیت نشو تامینولې ، اوس باید له هغو وپوښتل شی چی په دریځونو کی یې ددغه سملاسی بدلون لپاره د منلو وړ دلیل څه دې ؟

««««««««««««««««««««««

د اسیا په لویدیځ کی د تیرې اونۍ بل مهم بدلون رړوسیې د انصار ا... د پلاوی سفر او د دغه له مقاماتو سره کتنه وو . د انصار ا... پلاوی په دغه کتنه کی د یمن په بدلونونو کی د ماسکو د رول لوبولو له زیاتیدا هرکلی کړی دی . په عین حال کی  د یمن د سیاسی لوړې شورا مشر مهدی المشاط تیره اونۍ د کړکیچ د نړیوالې ډلې د پلاوی له مشر رابرټ مالی سره کتنه وکړه .

دغه ډیپلوماټیک سفرونه ښی چی  ستر لوبغاړی او نړیوال قدرتونه او همداراز نړیوالې ډلې ، انصار ا... او د یمن د ملی ژغورنې دولت د دغه هیواد د سیاست په ډګر کی د اصلی لوبغاړی په توګه منلی او په رسمیت یې پیژنی .

 

پای