د امریکې یو ترهګر پوځي په عراق کښې ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i83952-د_امریکې_یو_ترهګر_پوځي_په_عراق_کښې_ووژل_شو
د امریکې یو ترهګر پوځي پرون د عراق د شمال په نینوا ولایت کښې وژل شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 11, 2019 02:50 Asia/Kabul
  • د امریکې یو ترهګر پوځي په عراق کښې ووژل شو

د امریکې یو ترهګر پوځي پرون د عراق د شمال په نینوا ولایت کښې وژل شوی دی.

فارس خبري آژانس لیکلې دي چې د امریکې ترقومندې لاندې تش د نامه داعش ضده نړیوال ائتلاف په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې دغه امریکايي پوځي په نینوا ولایت کښې د دندې ترسره کولو په وخت وژل شوی دی.

د ویلو ده چې امریکايي ځواکونه په ۲۰۱۱ کال کښې د بیابیا ماتو او ناکامیو په وجه د عراق له خاورې وتلو ته مجبور شول خو په ۲۰۱۴ کال کښې له داعش سره د مبارزې په پلمه د تش د نامې نړیوال ائتلاف په مشرۍ یوځل بیا دغه هیواد ته لاړل.

د عراق خلک او مقاومتي ډلې باوري دي چې امریکا په خپله په عراق او سیمه کښې د ترهګرۍ د پراختیا لامله ده.