بغداد کښې په چاودنه کښې دیرشو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
Aug 13, 2019 03:00 Asia/Kabul
د عراق په پلازمینه کښې د حشد الشعبي ځواکونو د وسلو په ګودام کښې د شوې چاودنې له امله یو تن مړ او ۲۹ نور زخمي شوې دي.
د عراق د روغتیا وزارت بیګا وویل چې د پلازمینې بغداد د سویل په الدوره سیمه کښې د حشد الشعبي ځواکونو د وسلو په ګودام کښې د شوې چاودنې له امله یو تن مړ او ۲۹ نور زخمي شوې دي.
ځینو خبري سرچینو ادعا کړې چې دغه پوځي مرکز د یوې بې پایلټه الوتکې له خوا په نښه کړی شوی دی.
خو د عراق حکومتي چارواکو په دې اړه لا هیڅ نه دي ویلې.
ټیګونه