صهیونیسټو ښارګي میشتو پر مسجدالاقصی تیری وکړ
Aug 16, 2019 12:56 Asia/Kabul
لسګونه تنه صهیونیسټي ښارګي میشتي د اسرائیلي پوځیانو په ملاتړ سره مسجدالاقصی ته ورننوتل.
صهیونیسټ ښارګي میشت چې د اسرائیلو د کرهڼې تندلاری وزیر یوري آرئیل هم ورسره ملګری و، پرون د اسرائیلي پوځیانو په پوره ملاتړ سره مسجدالاقصی ته ورننوتل.
د لوې اختر په مبارکه ورځ هم څه باندې ۱ زر او ۷۰۰ صهیونیسټو ښارګي میشتو پر اقصی جومات تیر کړی و چې له امله یې په جومات کښې سخته نښته رامینځته شوه او له ۶۰ زیات فلسطینیان په کښې زخمي شول.
ټیګونه