د سوریې عسکرو بل ښارګی هم ازاد کړ
-
سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره امریکا ،انګلستان ، فرانسه ، ترکیه ، سعودي عربستان ، اردن ، بحرین ، متحده عربي امارات او کویت وغیره مرستې کوي .
زمونږخبریال وایی دسوریې پوځی سرچینو نن د حماه ولایت دشمال په خوا کښې په کفرزیتا ښارګی باندې د پوځ د کنټرول خبر ورکړ .
د سوریې د بشری حقوقو د څارنې په نوم ډلې هم وویل ددغه هیواد پوځیانو په کفرزیتا ښارګی او په مورک سیمه کښې د ترکیې سرحد ته نږدې په لوړو سیمو کنټرول ترلاسه کړی دی .
دغه راپور وایی د سوریې دعسکرو لخوا د کفرزیتا ښارګی چې د «جیش العزه» په نوم د ترهګرې ډلې اصلی مرګز ګڼل کیده له ازادیدا سره په یوخت ددغه ترهګرې ډلې مشر جمیل الصالح د ادلب ولایت دشمال سیمې ته تښتیدلی دی .
د سوریې د پوځ جنګی الوتکو دغه راز د ادلب ولایت دجنوب په خوا کښې په «التمانعه» کښې دترهګرو ډلو په مرکزونو بمبارې وکړې .
په سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې وسله والې ، پوځی او مالی مرستې امریکا ،انګلستان ، فرانسه ، ترکیه ، سعودی عربستان ، اردن ، بحرین ، متحده عربی امارات او کویت وغیره کوی .