د سوریې عسکرو ریف شمالی سیمه ازاده کړه
Aug 23, 2019 23:40 Asia/Kabul
-
دسوریې په شمال کښې ادلب او په لویدیځ کښې حماه ولایتونه په دغه هیواد کښې د ترهګرو اخري مرکزونه دي .
زمونږ خبریال وایی دسوریې پوځ په لویدیځ کښې دحماه ولایت په ریف شمالی سیمې د حکومتی عسکرو د بشپړه کنټرول خبر ورکړ .
دسوریې پوځ زیاته کړه چې د حماه ولایت په ریف شمالی کښې د ترهګرو په نیواک کښې اخری ښارګی ازاد کړی شوی دی او له کبله یې په لسګونو ټروریسټان مړه یا ژوبل شوی هم دی .
دسوریې په شمال کښې ادلب او په لویدیځ کښې حماه ولایتونه په دغه هیواد کښې د ترهګرو اخری مرکزونه دی .
دسوریې کړکیچ د صهیونیسټ رژیم په ګټه دسیمې د معادلاتو دبدلولو لپاره د سعودی عربستان د امریکا او دهغوې د ملاتړ وړ ترهګرو ډلو په پراخ یرغل سره رامینځته کړی شوی خو دغو هیوادونو اوس په سوریې کښې سخته ماتی خوړلی ده .
ټیګونه