متحده عربی اماراتو دتیونس په چارو کښې لاسوهنه کوی
-
متحده عربي امارات او سعودي عربستان او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه په ټوله دنیا کښې دترهګرو ډلو جوړونکي او ورسره مالي مرسته کونکي هیوادونه دي .
زمونږ خبریال وایی د تیونس پخوانی ولسمشر منصف المرزوقی چې ددغه هیواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید هم دی وویل متحده عربی امارات د تیونس دواکمن د نظام د بدلولو لپاره لاسوهنه کوی .
هغه وویل تیونس د متحده عربی اماراتو د واکمن نظام په اړونده چارو او دهغه په بدلونو کښې لاسوهنه نه ده کړی خو اماراتو د تیونس په چارو کښې تل لاسوهنه کړی ده .
د تیونس د ولسمشرۍ دانتخاباتو کاندید منصف المرزوقی ټینګار وکړ چې په دې زمینه کښې به د هیواد دفاع وکړی .
د تیونس پخوانی ولسمشر منصف المرزوقی مخکې هم ویلی وو د متحده عربی اماراتو امپریالیسټی او ناسم سیاست او په یمن ، لیبیا او سومالیا کښې د ابوظهبۍ شرمونکی لاسوهنې په سیمه کښې د زیږو کودتاګانو زمینه برابروی .
هغه دغه راز باوری دی چې دسعودی عربستان ال سعود رژیم هم د ترهګرو ډلو په ملاتړ کولو او د کورنیو جنګونو په رامینځته کولو سره د افریقا په شمال کښې د تاوتریخوالی عامل دی .
متحده عربی امارات او سعودی عربستان او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه په ټوله دنیا کښې دترهګرو ډلو جوړونکی او ورسره مالی مرسته کونکی هیوادونه دی .