مېنځنے ختيځ په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۸-۰۶-۲۳
په تېره هفته کښې د لويديځې غاړې په اړه د نتنياهو انتخاباتي څرګندونې او د دغو څرګندونو په اړه غبرګونونه، همدارنګ په بحرين کښې په حسيني ويرجنو او ماتميانو باندې د آل خليفه رژيم تشدد د مينځني ختيځ ځينې ډېر مهم بدلونونه دي چې په دې پروګرام کښې يې لا زياته شننه کيږي.
په وروستيو شپږو مياشتو کښې د اسرائيلو دويم پارلېماني انتخابات به د روانې ستمبر د مياشتې په اولسمه نېټه ترسره شي. د نيواکي زمکو خلق د روان ميلادي کال د اپرېل په نهمه نېټه هم د رائې صندوقونو ته لاړ وو. نتنياهو د تېر اپرېل په انتخاباتو کښې د يوې چوکۍ په اختلاف سره کامياب شو او د صهيونېست رژيم رئيس هغه د کابينې په جوړولو مامور کړ، خو نتنياهو په دوه څلوېښت ورځني فرصت کښې د کابينې په جوړولو کښې کامياب نه شو، د پارلېمان استازيو د دغې ادارې ړنګولو ته د رائې په ورکولو سره وټاکله چې د ستمبر په اولسمه نېټه بيا انتخابات اوشي.
په داسې حال کښې چې د اسرائيلو پارلېماني انتخابات د راتلونکې نهې په ورځ کيږي، بنيامين نتنياهو په دغو انتخاباتو کښې د کاميابۍ لپاره د فلسطينيانو له جېبه د راوېستلو وعدې ورکولو ته مخه کړې ده. د صهيونېسټ رژيم وزيراعظم بنيامين نتنياهو د تېرې هفتې د نهې په ورځ په خپله انتخاباتي وېنا کښې وعده ورکړه چې په انتخاباتو کښې د کاميابۍ په صورت کښې به د لويديځې غاړې په صهيونېسټ مېشته ښارګيو باندې د صهيونېسټ د حاکميت د پراخولو لپاره بې له څه ځنډه د اردن دره او د بحرالميت شمال د دغه رژيم له زمکې سره يوځاے کړي.
د نتنياهو څرګندونې د عربو هېوادونو له سخت ردعمل سره مخامخې شوې. قطر، امارات، اردن، او د عرب ليګ د غړيو هېوادونو خارجه وزيرانو دغه څرګندونې سختې وغندلې او حتی سعودي هم اعلان وکړ چې په فوري توګه به د اسلامي تعاون تنظيم د غړيو هېوادونو د خارجه وزيرانو غونډه د ايتوار په ورځ جوړه شي. د فلسطين د کورواکو تشکيلاتو په شمول مختلفو فلسطيني ډلو هم د نتنياهو د څرګندونو په اړه ردعمل څرګند کړ چې واضحه شي چې دغه ډلې د فلسطين د زمکنۍ بشپړتيا په باره کښې يووالے لري.
د فلسطين د کورواکو تشکيلاتو مشر محمود عباس د نتنياهو د څرګندونو په ردعمل کښې وويل: «که اسرائيلي لوري د اردن دره، بحرالميت او د نيواکي فلسطين د هرې يوې برخې الحاق وکړي نو له اسرائيلي رژيم سره ټولې موافقې ختمې کړي.د فلسطين د ازادي بخښونکي تنظيم د اجرائي کمېټۍ غړې هم د نتنياهو څرګندونې د فلسطين د خلقو په خلاف د جنګ اعلان وبلۀ او وې ويل چې د نتنياهو سياسي پروګرام تل د فلسطيني سرچينو او زمکو غلا کول او د فلسطيني ولس قومي پاکسازي وه او ده.» د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس وياند فوزي برهوم ههم وويل: «د غاصبانو په مقابل کښې د فلسطيني خلقو مخ په زياتېدو مقاومت او د هغوي پلانونه ختم نه شي.»
د ايران اسلامي جمهوريت، ترکيې، روسيې، پينځو اروپائي هېوادونو او د ملګرو ملتو مشر هم په نيواکي زمکو کښې د لويديځې غاړې د شاملولوپه باره کښې ردعمل څرګند کړ. د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند سيد عباس موسوي د تېرې هفتې د زيارت په شپه په يوه دريځ نيونه کښې په ځينو حاشيه اي چارو کښې د هغو ځينو عربو هېوادونو چې د عربي نړۍ د مشرۍ دعوا کوي او د قدس د نيواکګر رژيم د ملاتړو په حمايت سره په يمن کښې په جنګ او ورور وژنې بوختېدل، له صهيونېسټ رژيم سره دوستي او له نتنياهو سره د انډيوالي د دغه ماشومان وژونکي رژيم د پليدو نيتونو د څرګندولو په خاطر د قدس د غاصب رژیم لپاره يو فرصت وبلۀ او وې ويل: نتنياهو يوه ورځ د ايران د اسلامي جمهوريت په خلاف د تورونو په لګولو او بله ورځ د فلسطين د ځينو نورو برخو په انضمام سره په اقتدار کښې د پاتې کېدو او د پراختيا غوښتنې او تيري لپاره د رايو د حاصلولو په لټه کښې دے. د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند د اسلامي تعاون د تنظیم غونډې ته په اشارې سره زياته کړه، د ايران اسلامي جمهوريت د فلسطين د غاصب رژيم د پراختيا غوښتنو او تېريو د جاري ساتلو د مخنيوي لپاره د اسلامي هېوادونو له ډله ايز اقدام څخه ملاتړ کوي.
ترکيې هم د نتنياهو د څرګندونو په احمقانه بللوسره دغه څرګندونې د نړيوالو قوانينو خلاف ورزي کونکې او د قبول نه وړ وبللې او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل چې ورته دې غبرګون وښيئ. د روسيې خارجه وزرات هم وويل، ماسکو هم په نيواکي زمکو کښې د اردن د لويديځې غاړې د ځينو برخو د شاملولو په اړه د اسرائيلي وزيراعظم د څرګندونو په باره کښې د عربي نړۍ په اندېښنه کښې شريکه ده. پينځو اروپائي هېوادونو، فرانسې جرمني، اېټاليا،سپېن او برطانيې هم په يوې ګډې بيانيه کښې وويل: «د لويديځې غاړې د ځينو برخو د الحاق د احتمال په اړه د نتنياهو له فېصلې څخه د اندېښنې احساس کوو او د دغه ګام عمل کېدل د نړيوالو قوانينو خطرناکه خلاف ورزي ګڼل کيږي.» د ملګرو ملتو مشر آنتونيو ګوټرش هم د تېرې هفتې د چارشنبې په ورځ د صهيونېسټ رژيم د وزيراعظم انتخاباتي وعده د نړيوالو قوانينو څرګنده خلاف ورزي وبلله. ګوټرش وويل: « دغه اقدام به په سيمه کښې تاوتريخوالي زيات کړي.»
د نتنياهو د نژاد پرستانه څرګندونو په پراخو ردعملونو کښې دوه مهم ټکي جوت دي. وړومبے ټکے دا چې دغو ردعملونو وښودله چې د فلسطين موضوع نه يوازې په اسلامي نړۍ کښې حاشيه اي موضوع نه ده بلکه هم هغه شان يوه اصلي موضوع ګڼل کيږي. دويم دا چې د دې باوجود چې امريکه او اسرائيل د پېړۍ د معاملې نومې نژاد پرستانه منصوبې د عملي کولو لپاره زيات کوششونه کړي دي، خو د صهيونېسټ رژيم د وزيراعظم د څرګندونو په اړه پراخ ردعملونه ښودنه کوي چې د پېړۍ معامله له ګڼ شمېر خنډونو سره مخامخه ده او د هغې د عملي کېدو امکان په هغه شکل کښې چې امريکه او اسرائيل يې غواړي نشته.
وروستے ټکے دا چې نتنياهو په داسې حال کښې له نيواکي زمکو سره د لويديځې غاړې د ځينو برخو د يوځاے کولو ادعا وکړه چې د خپلې انتخاباتي وېنا په وخت د فلسطين د مقاومت د ډلو له توغندي حملې سره مخامخ شو او مجبور شو چې پناه ځاے ته وتښتي. پناه ځاے ته د نتنياهو تېښتې په نيواکي زمکو کښې دننه زيات منفي انعکاس لرلے دے. د ښي پالو نوي اسرائيلي ګوند مشر نفتالي بنت وويل، «له غزې څخه د توغندي له ويشتلو وروسته په اسدود ښار کښې له مراسمو څخه د نتنياهوتېښته يو ملي شرم دے.»
په مينځني ختيځ کښې د تېرې هفتې يو مهم بدلون په بحرين کښې په حسيني ويرجنو خلقو د آل خليفه رژيم تشدد ؤ. د بحرين څه د پاسه شپېتۀ فيصده نفوس شيعه مسلمانان تشکيلوي. د بحرين شيعه مسلمانانو تېره هفته د محرم د مياشتې په وړومبۍ لسيزه کښې د امام حسين (ع) او د هغه د ملګرو لپاره په وير او ماتم لاس پورې کړ، خو د آل خليفه امنيتي ځواکونو د تېرو نهو کلونو په شان د وير او ماتم کولوخنډ شول.
د بحرين د رژيم امنيتي ځواکونو د حضرت امام حسين (ع) له وير او ماتم سره د مقابلې په دوام کښې د عاشورې په دوران کښې د عاشورائي تعزيو او ليکل شويو بېنرونو راغونډول سخت کړل. د بحرين د رژیم امنيتي ځواکونو همدارنګ په البلادالقديم سيمه کښې د يوې امامباړې د بندولوحکم هم صادر کړی. له ۲۰۱۱ کال نه تر اوسه د بحرين رژيم د شيعه ؤ اته دېرش جوماتونه ويجاړ کړي دي.په همدې حال کښې د دغه رژيم امنيتي چارواکو د اهلبېتو عليهم السلام يو شمېر مداحان او خطيبان هم ونيول. په حسيني ويرجنواو ماتميانو تشدد د بحريني علماو له سخت ردعمل سره مخامخ شو. بحريني علماو وويل، دغه اقدامات به خلق د دين او اعتقاداتو په خلاف له ګواښونو سره مقابلې ته لا زيات وهڅوي.
په کلي توګه د آل خليفه رژيم دا باور لري چې د دغه رژيم په خلاف د بحرين د خلقو د اعتراضونو او پاڅون په دوام کښې مذهب اصلي رول لري. نو په دې بنياد آل خليفه رژيم د وهابيت له تعليماتو څخه په پېروۍ سره کوشش کوي د شيعه مسلمانانو د مذهبي مراسمو له جوړېدو څخه په مخنيوي سره د هغوي مذهبي تشخص کمزورے کړي، خو د آل خليفه د اقداماتو په نتيجه کښې په بحرين باندې د واکمن رژيم له تشدد او ظلم سره د مقابلې لپاره د مذهبي شعائرو د ساتنې او له مذهب څخه د استفادې لپاره د بحرين د خلقو عزم او اراده لا کلکيږي.
-----------