د نړیوالې ایټمی موافقې ساتل د ټولو په ګټه دی
میرمن مرکل وئیلی دی برلین په کلکه باوری دی،چې له ایران سره نړیواله ایټمی موافقه یو داسې جوړښت دی ، چې د تاؤتریخوالو د کمولو لپاره ورته باید جدی پام وشی .هغې جوته کړې سوله دسیاسی خبرواترو په اساس ترلاسه کیدلی شی .
دایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جوادظریف او انګریز خارجه وزیر ډومینیک راب له ټیلیفونی خبرو کې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې له اجرا سره په اړونده وروستیو بدلونونو او مادو غور اوبحث سره وکړ.
جواد ظریف او راب همدرااز په دغو ټیلیفونی خبرو کې د دوو اړخیزو ،ځینو کنسولی حالاتو او ورسره د یمن او سورئې دورستیو بدلونونو په باب هم دنظر تبادله وکړه .
له دې سره په یووخت د جرمنی صدراعظمې میرمن آنګلا مرکل هم د اردن له پاچا ملک عبدا... دوهم سره پرون په ګډ خبری کنفرانس کې ټینګار کړی،په لویدیځی آسیا سیمې کې دتاؤتریخوالی د کمیدا لپاره یوازې یوه لاره موجوده ده او هغه هم جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ته بیرته ستنیدا اوپر اجرا ئې پابندپاتیکیدل دی .
میرمن مرکل وئیلی دی برلین په کلکه باوری دی ، چې له ایران سره نړیواله ایټمی موافقه یو داسې جوړښت دی ، چې د تاؤتریخوالو د کمولو لپاره ورته باید جدی پام وشی . هغې جوته کړې سوله دسیاسی خبرواترو په اساس ترلاسه کیدلی شی .