د اسرائیلو د پارلیمانی انتخاباتو نتیجې او دګړنګ په سر د نتن یاهو دریدا
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i84719-د_اسرائیلو_د_پارلیمانی_انتخاباتو_نتیجې_او_دګړنګ_په_سر_د_نتن_یاهو_دریدا
د تیر اپریل میاشت په پارلیمانی انتخاباتو کې دنتن یاهو په مشرۍ لیکوډ ګوند ۳۶څوکۍ او د سپین او آبی ائیتلاف څوکۍ هم ۳۵ وې،خو په وروستیو انتخاباتو کې د وروستیو اعلان شوو نتیجو په اساس لیکوډ ګونډ تر دې دمه ۳۲څوکۍ او د سپین او آبی ائیتلاف لوری هم ۳۳څوکۍ ګټلی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 19, 2019 09:09 Asia/Kabul
  • د  اسرائیلو د پارلیمانی انتخاباتو نتیجې  او دګړنګ په سر د نتن یاهو دریدا

د تیر اپریل میاشت په پارلیمانی انتخاباتو کې دنتن یاهو په مشرۍ لیکوډ ګوند ۳۶څوکۍ او د سپین او آبی ائیتلاف څوکۍ هم ۳۵ وې،خو په وروستیو انتخاباتو کې د وروستیو اعلان شوو نتیجو په اساس لیکوډ ګونډ تر دې دمه ۳۲څوکۍ او د سپین او آبی ائیتلاف لوری هم ۳۳څوکۍ ګټلی دی .

د  صهیونیسټ رژیم  د پارلیمان یا کینسټ  وروستیو انتخاباتو په نتیجې  کې نښې نښانې  ددې ښودنه کوی چې  اوسنی لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو به ددغه رژیم راتلونکی لومړی وزیر هم نوی وی .  البته  بشپړ نتیجه ئې اعلان شوې نه ده  خو نوی فی صدی  نتیجې ددې ښودنه کوی ، دنتن یاهو په مشرۍ لیکوډ ګوند درنده ماته خوړلې  ده .

د تیر اپریل میاشت په پارلیمانی انتخاباتو کې  دنتن یاهو په مشرۍ لیکوډ ګوند ۳۶څوکۍ او د سپین او آبی ائیتلاف څوکۍ هم ۳۵ وې،خو په وروستیو انتخاباتو کې  د وروستیو  اعلان شوو نتیجو په اساس  لیکوډ ګونډ تر دې دمه ۳۲څوکۍ او د سپین او آبی ائیتلاف لوری هم ۳۳څوکۍ  ګټلی دی .مهم ټکی دا دی چې د صهینویسټ رژیم یدیعوت آحارونوت  عبری ورځپاڼې په همداوروستیو کې په یوه راپور کې وئیلی دی د غزې تړانګې په شاوخوا کې  په صهیونیست میشته ښارګوټو کې د نتن یاهو په مشرۍ د لیکوډ ګوند  رائ  په اوڅاره توګه کمې شوی  دی ، ځکه  ددغو ښارګوټو اوسیدونکی صهیونیسټان د تاؤتریخوالی  په زیاتیدا او اړۍ ګړۍ سخت خپه دی .په بله وینا ، دنتن یاهو جنګ غواړی کړچار،دهغه او دهغه په مشرۍ  لیکوډ ګوند  لپاره   اپوټه اومنفی نتیجه ورکړې ده او د صهیونیسټ میشته ښارګوټو اوسیدونکو نه یوازې دا نه ده منلې چې نتن یاهو امنیت نشی ټینګولی،بلکې هغه د ناکراریو اوبې ثباتیو عامل هم ګڼی.

Image Caption
Image Caption

 

د صهیونیسټ رژیم د پارلیمان یا کینسټ د تیر اپریل دمیاشتې د انتخاباتو او د ستمبر داولسمې نیتې د وروستیو انتخاباتو  دنتیجو بل توپیر  دا دی چې  د مشترک عربی ائیتلاف  رایی  زیاتې شوی د ی،ځکه په وروستیو انتخاباتو کې  د نیواکی ټاټوبو د عرباتو د ګډون  اندازه  زیاته شوې او په نیواکی ټاټوبو کې   ئې د تیرو  انتخاباتو  په دوام کې د پنځوس فی صدی ودې په نسبت  ئې  په وروستیو انتخاباتو کې وده تر شپیتو فی صدو رسیدلې ده .په دغې نتیجې سره د  عربو مشترک  ائیتلاف ، په نیواکی ټاټوبو کې د  ددریم  بهیر  په توګه   مطرح کیږی . 

 د عربانو د یو موټی لیسټ مشر ایم عوده  په همداوروستیو کې وئیلی دی، د انتخاباتولومړنۍنتیجې ښئ چې عربان،د بین یامین نتن یاهو دصدراعظمۍ  د افراط پال  او زوړ پال حکومت  دجوړیدا خنډ کیږی .  بل ټکی دا چې  د آویګدور لیبرمین  په مشرۍ د  اسرائیل د مونږ کور نومې  ګوند  رائی  هم زیاتې شوی دی . په داسې حال کې چې  لیبرمن هم  د  ۲۰۱۸کال په نومبر کې  د بین یامین نتن یاهو د کابینې ددړې وړې کیدا  او هم د  کابینې  په جوړیدا کې  د نتن یاهو  د ناکامۍ  عامل ؤ.  ا وس هم لیبرمن وئیلی دی ، چې  که نتن یاهو   د کابینې په جوړولو مامور شی ، نو هغه  له نتن یاهو سره ائیتلاف نه کوی . دا په دې معنا دی چې  که نتن یانو  دکابینې دجوړولو مامور شی ،نو  د ائیتلافی کابینې په جوړولو کې به  ماته وخوری .

   دا  وضعیّت ددې ښودنه کوی چې بین یامین نتن یاهو دیوه ګړنګ ترغاړې ورغلی دی ، له یوه پلوه نتن یاهو ممکنه ده د صهیونیسټ رژیم  د مشر له خوا د کابینې په جوړولو مامور نشی .که دغه پیښه رامینځة شی،نو نتن یاهو   ممکنه ده د هغو  مالی فساد او  درغلیو د څلورګوڼو  دوسیو په دلیل چې  ئې لری،باید د زندان په لاره سم شی . له بل پلوه ،حتی که  نتن یاهو د کابینې  په جوړولو مامور هم شی،نو په انتخاباتو کې په ترلاسه شوی نتیجې سره  به د  ائیتلافی  کابینې د جوړیدا امکان،حتی د ۲۰۱۹ کال د اپریل او مئ  دمیاشتو له شرائطو هم لازیات سخت وی او ډیری شناندی اوکارپوهان وائی که نتن یاهو د امریکا او نورو  استکباری قدرتونو لاسونو اوپښو  ته  هم لاس واچوی  ، نو بیا به هم  د  هغه دکابینې دجوړیدا چانس  ډیر کم وی  .