د عربستان ال سعود رژیم اخری پړاونه کچ کوی
-
سعودي عربستان د مقاومت د جبهې دښمن وو او دی .
فارس خبری اژانس وایی د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر حسن نصر الله پرون په سیمه کښې د سعودی عربستان د ال سعود رژیم ظالمانه او ماتی خوړلو اقداماتو ته په اشارې سره وویل ال سعود رژیم اوس بوډا شوی او دخپل ژوند اخری پړاونه کچ کوی .
هغه وویل د سعودی عربستان د فلسطین ضد دریځونه ، د پیړۍ له معاملې د عربستان ملاتړ او د امریکا د ولسمشر ټرمپ وړاندې د سعودی عربستان ذلت او رسوا کیدل هغه مسائیل دی چې د سعودی چارواکو رعب یې چې په تیرو وختونو کښې یې ځانونه خپلواکه او پتیالی معرفی کول تر پوښتنې لاندې وروستلی دی .
د لبنان دحزب الله مشر حسن نصر الله له ایران سره د سعودی عربستان دښمنۍ ته هم اشاره وکړه او ویې ویل ددغه دښمنۍ جرړه د فلسطین او دمقاومت له چورلیز څخه د ایران د اسلامی جمهوریت ملاتړونو ته ورستنیږی .
حسن نصر الله په دې خبرې سره چې سعودی عربستان د ایران داسلامی انقلاب د بریالیتوب له لومړیو څخه تراوسه دایران له اسلامی جمهوریت سره دښمنۍ کړی ده وویل سعودی عربستان د مقاومت د جبهې دښمن وو او دی .
هغه وویل هغه څه چې داعش ډلې په سوریې او عراق کښې وکړل دامریکا او دسیمې د ځینو عربو هیوادونو چې په سر کښې یې عربستان دی په ملاتړونو سره ترسره کړل .
د لبنان دحزب الله مشر حسن نصر الله دغه راز د صهیونیسټ رژیم تیریو ته د فلسطین او دلبنان دمقاومت غورځنګونو وروستیو ځوابونو ته په اشارې سره وویل دجنګ قواعد نور بدل شوی او مقاومت د صهیونیسټ رژیم تیریو ته پریکنده ځواب ورکوی .