په عربستان کی د میرمنو دحجاب شرط ختمیږي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i84892-په_عربستان_کی_د_میرمنو_دحجاب_شرط_ختمیږي
د عربستان ولیعهد هڅه کوی په نمایشی اصلاحاتو سره نړیوالې ټولنې ته له ځانه متفاوته څیره وړاندی کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 28, 2019 02:44 Asia/Kabul
  • په عربستان کی د میرمنو دحجاب شرط ختمیږي

د عربستان ولیعهد هڅه کوی په نمایشی اصلاحاتو سره نړیوالې ټولنې ته له ځانه متفاوته څیره وړاندی کړی .

د فرانس پریس له راپور سره سم د عربستان د ټوریزم ادارې مشر احمد الخطیب د دې خبرې په کولو سره چی د سعودی باچاهی په تاریخ کی  به د لومړی ځل لپاره د ۴۹ هیوادونو لپاره د ټوریزم ویزې صادرې شی ، زیاته کړه د ټوریزم ویزو صادرول د ټوریسټانو د جذبولو لپاره دی . ده وویل چی د بهرنیو ټوریسټو میرمنو لپاره به د چادر( عبایا ) اخیستلو شرط لغوه شی .

د عربستان ولیعهد هڅه کوی په نمایشی اصلاحاتو سره نړیوالې ټولنې ته له ځانه متفاوته څیره وړاندی کړی .

محمد بن سلمان له دغو نمایشی اقداماتو سره په یووخت په عربستان کی د اجتماعی او بشری حقوقو د فعالانو ځپل زیات کړی دی .