امریکائی او ترکیه ای پوځیان دې له سورئې ووځی
دسورئې خارجه وزیر د خپل هیواد او ایران په ضد د امریکا بندیزونو ته په اشارې سره وئیلی دی ،بندیزونه د خپلواکه هیوادونو په وړاندې د امریکا یوازنۍ وسله ده چې باید نړۍددې چارې په وړاندې کلک غبرګون وښئ .
زمونږ خبریال راپورراکړ د سورئې خارجه وزیر ولید المعلم دملګروملتو په عمومی اسمبلۍ کې ددې خبرې په کولو سره چې په سورئې ټاټوبی کې د امریکائی او ترکیه ای پوځیانو شتون غیر قانونی دی ، له خپل هیواده ئې ددغو بهرنیو عسکرو د سملاسی وتلو غوښتنه کړې ده .
ولید المعلم روښانه کړې ده ، دمشق په سورئې کې د امریکا او ترکیې اقدامات د نیواک په معنا ګڼی .
د سورئې خارجه وزیر له ترهه ګرو سره د دغه هیواد دپوځ او ولس مبارزې ته هم په اشارې سره وئیلی دی ، تاریخ به له ترهه ګرۍ سره د سورئې دملت مقابله ثبت کړی . ولید المعلم ددې خبرې په کولو سره چې د بهرنیو په بشپړ ملاتړونو سره دنړۍ له څه دپاسه سلو هیوادونو په لسګونو زره ترهه ګر سورئې ته لیږدول شوی زیاته کړې ، سوریه د نړۍ په نیابت سره د داعش او النصره جبهې پشمول له جنایتکارو ترهه ګرو ډ لو سره مبارزه کوی .
دسورئې خارجه وزیر د خپل هیواد او ایران په ضد د امریکا بندیزونو ته په اشارې سره وئیلی دی ،بندیزونه د خپلواکه هیوادونو په وړاندې د امریکا یوازنۍ وسله ده چې باید نړۍ ددې چارې په وړاندې کلک غبرګون وښئ .