امریکائی او ترکیه ای پوځیان دې له سورئې ووځی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i84926-امریکائی_او_ترکیه_ای_پوځیان_دې_له_سورئې_ووځی
دسورئې خارجه وزیر د خپل هیواد او ایران په ضد د امریکا بندیزونو ته په اشارې سره وئیلی دی ،بندیزونه د خپلواکه هیوادونو په وړاندې د امریکا یوازنۍ وسله ده چې باید نړۍددې چارې په وړاندې کلک غبرګون وښئ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 29, 2019 14:29 Asia/Kabul
  •   امریکائی او ترکیه ای پوځیان دې له سورئې ووځی

دسورئې خارجه وزیر د خپل هیواد او ایران په ضد د امریکا بندیزونو ته په اشارې سره وئیلی دی ،بندیزونه د خپلواکه هیوادونو په وړاندې د امریکا یوازنۍ وسله ده چې باید نړۍددې چارې په وړاندې کلک غبرګون وښئ .

 زمونږ خبریال راپورراکړ د سورئې خارجه وزیر ولید المعلم  دملګروملتو په عمومی اسمبلۍ کې ددې خبرې په کولو سره چې  په سورئې ټاټوبی کې د امریکائی  او ترکیه ای  پوځیانو شتون غیر قانونی دی ،   له خپل هیواده ئې ددغو بهرنیو عسکرو د سملاسی وتلو غوښتنه کړې ده .

ولید المعلم  روښانه کړې ده ، دمشق  په سورئې کې د امریکا او ترکیې  اقدامات د نیواک په معنا ګڼی .

 د سورئې خارجه وزیر  له ترهه ګرو سره د دغه هیواد  دپوځ او ولس  مبارزې ته هم په اشارې سره وئیلی دی ، تاریخ به له ترهه ګرۍ سره د سورئې دملت مقابله ثبت کړی .  ولید المعلم ددې خبرې په کولو سره چې   د بهرنیو  په بشپړ ملاتړونو سره دنړۍ له څه دپاسه سلو هیوادونو  په لسګونو زره ترهه ګر سورئې ته لیږدول شوی  زیاته کړې  ،  سوریه د نړۍ په نیابت سره د داعش او النصره جبهې  پشمول  له جنایتکارو ترهه ګرو ډ لو سره مبارزه کوی .

 دسورئې خارجه وزیر   د  خپل هیواد او  ایران په ضد د  امریکا بندیزونو ته په اشارې سره  وئیلی دی ،بندیزونه  د خپلواکه هیوادونو په وړاندې  د امریکا یوازنۍ وسله ده  چې باید نړۍ  ددې چارې په وړاندې کلک غبرګون وښئ .