سعودي تيريګرو ته د يمن د دفاع د وزير خبردارے
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i84959-سعودي_تيريګرو_ته_د_يمن_د_دفاع_د_وزير_خبردارے
د يمن د ملي نجات حکومت د دفاع وزير سعودي تيريګرو او د هغوي ګوډاګي ځواکونو ته په خطاب سره وويل،ډېر زر به د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو د ډېرو مهمو عملياتو کتونکي يئ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 01, 2019 11:08 Asia/Kabul
  • سعودي تيريګرو ته د يمن د دفاع د وزير خبردارے

د يمن د ملي نجات حکومت د دفاع وزير سعودي تيريګرو او د هغوي ګوډاګي ځواکونو ته په خطاب سره وويل،ډېر زر به د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو د ډېرو مهمو عملياتو کتونکي يئ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې محمد ناصر العاطفي پرون  د دې په بيانولو سرچې هغه درنې جګړې چې يمني ځواکونه يې په مختلفو محاذونو کښې ترسره کوي په اوسني تاريخ کښې يې مثال نشته، زياته کړه، اتحاد او يووالے د يمن د ملت د کاميابۍ اصلي وجه ده.

العاطفي همدارنګ سوډاني تالي څټو ته خبردارے ورکړ چې له يمنه د نه وتلو په صورت کښې به درانۀ سرتاوانونه وزغمي.

سعودي تيريګرو ته د يمن د دفاع د وزير خبردارے په داسې حال کښې دے چې د يمن د وسله والو ځواکونو وياند جنرل يحي سريع د تېر خالي په ورځ د سعودي په نجران کښې د سعودي تيريګر ائتلاف په خلاف د يمن د نصارا... د نصر من ا... نومې سترو عملياتو د اجرا کېدو خبر ورکړ.

په دغو عملياتو کښې چې د سعودي ائتلاف په خلاف د انصارا... تر ټولو ستر عمليات بلل شوي د سعودي ائتلاف درې زره ګوډاګي ځواکونه اسيران شول. په همدې حال کښې د يمن انصارا... نن په يو اړخيز اقدام کښې د اسيرانو د تبادلې د موافقې په لړ کښې دوه سوه نوي جنګي اسيران آزاد کړل.