د عراق پلازمینې ته آرامښت بیرته ستون شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85021-د_عراق_پلازمینې_ته_آرامښت_بیرته_ستون_شوی_دی
ډیری کارپوهان او سرچینې وائی داسې نوره هم ډیرې نښې نښانې شته چې ښئ دعراق د حالاتو په ترینګلی کولو کې دامریکا او صهیونیسټی رژیم پشمول ځینی تالی څټی او مرتجع عرب هیوادونه هم لاس لری اوغواړوی ددغه هیواد د ولسی حکومت لپاره اړۍ ګړۍ راپورته کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 04, 2019 11:46 Asia/Kabul
  • د عراق پلازمینې ته آرامښت بیرته ستون شوی دی

ډیری کارپوهان او سرچینې وائی داسې نوره هم ډیرې نښې نښانې شته چې ښئ دعراق د حالاتو په ترینګلی کولو کې دامریکا او صهیونیسټی رژیم پشمول ځینی تالی څټی او مرتجع عرب هیوادونه هم لاس لری اوغواړوی ددغه هیواد د ولسی حکومت لپاره اړۍ ګړۍ راپورته کړی .

 العالم ټیلیویژنی چینل راپورورکړ سومریهّ نیوز خبری سایټ  په یوه وروستی راپور کې وئیلی دی ، نن سهار  دعراق د امنیتی ځواک په شتون سره  د بغداد درست واټونه  له  اعتراض کونکو خالی  دی او په دغو سیمو کې  وضعیّت  عادی حالت ته ګرځیدلی دی .

د عراق د بغداد پښمول په ځینو ولایتونو کې له تیرو څو ورځو راهسې د عمومی خدماتو،کارکسب  او اداری فساد په خلاف  په اعتراض کې  مظاهرې شوی ، چې  ویئل کیږی ،یوشمیر کسانو ته پکې مرګ ژوبله هم اوښتی ده .

دا په داسې حال کې دی چې د امریکا د خارجه وزیر یوه سلاکار انډریوپیک په همداروستیو کې په عراق کې د خپل هیواد د لاسوهنو په توجیه کې وئیلی دی،  واشنګټن غواړی ، دغه هیواد له ا یران سره  نارمل اړیکې ولری .

 هغه په دې ادعا سره چې  د عراق دپوځ   یوه برخه  د بغداد په ځای له تهران سره غږمله ده ، زیاته کړې ،  عراقیان باید  له ملاتړ او پراختیا  څخه د برخمنیدا لپاره   له ایرانه ورآخوا نورو ته سترګې په لاره شی .  همداراز  دعراق په  ځینو ښارونو کې  له وروستیو ناکراریو په ملاتړ کې دغه امریکائی چارواکی مدعی شوی ، چې واشنګټن  دبیان د  آزادۍ  او اعتراض  پر حق ټینګار کوی.